تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د افغانستان ستر کورنی لیګ شپږیزه نن د آمو نهنګانو او بند امیر ښامارانو لوبډلې په لوبې پيل شوه.
دا د شپږیزه لیګ یوولسم پړاو دی چې، په لومړي ځل په خوست کې پيلېږي.
شپږیزه لیګ په یو لړ ځانګړو مراسمو کې چې، پخوانیو او نویو تنکیو لوبغاړو په کې ګډون درلود نن سهار نهه بجې پيل شو.
لومړنۍ لوبه د آمو نهنګانو او بند امیرښامارانو ترمنځ روانه ده چې، ده، چې آمو لوبډله پکې دفاعي لوبډله ده، ځکه تېر پړاو اتلولي دوی ګټلې ده.
دغه لوبه د سهار په ۹ بجو پیلېږي.
آمو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې بندامیر ښامارانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
بند امیر ښامارانو لوبډلې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۳۳ منډې جوړې کړي او بندامیر ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ.
صدیق الله اتل ۴۲ او حشمت شهیدي ۳۶ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې.
توپ اچونه کې بیا آمو لوبډلې لپاره لوبډلمشر ګلبدین نائب ۳ او قیس احمد هم ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
امو لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو په زیان په اسانۍ پوره او پيل یې په بریا وکړ. آمو لوبډلې لپاره عمران میر ۷۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
په سږني یوولسم پړاو شپږیزه کې ۵ لوبډلې ګډون لري چې، هره یوه به د اتلولۍ هڅه کوي.