Homeخبرونهاطلاعات و فرهنګ وزیر پاکستان ته؛موږ له بمباریو او سختیو نه وېرېږو

اطلاعات و فرهنګ وزیر پاکستان ته؛موږ له بمباریو او سختیو نه وېرېږو

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، شېراحمد حقاني کاپیسا کې د خبریالانو د ظرفیت‌لوړونې یوه پروګرام کې پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، هغوی ته چې افغان ماشومان یې په ظالمانه بمباریو ووژل، باید وویل شي چې موږ له بمباریو او سختیو نه وېريږو.

هغه ویلي: «موږ نه وېرېږو او نه ماتېږو، موږ داسې څوک مات کړي چې تر تاسو په عصري ټکنالوژۍ او وسلو ډېر سمبال و.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېراحمد حقاني د بشري حقونو پر ملاتړو بنسټونو هم نیوکې کړې دي.

 نوموړي ویلي، دغو بنسټونو د فلسطین پر خلکو د روان ظلم په اړه چوپتیا غوره کړې، خو د افغانستان په اړه داسې ادعاوې او اوازې خپروي چې ګواکې په دغه هېواد کې بشري حقونه نه مراعتېږي.

هغه ویلي، په افغانستان کې بشري حقونه په سمه توګه مراعت شوي دي.

حقاني همداراز پر رسنیو او خبریالانو غږ کړی چې د خبرونو په خپرولو کې امانت‌داري، دقت او مسوولیت‌پذیري په پام کې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...