تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي ویلي چې، د نړۍ په اوسنیو شرایطو کې جګړه د هېوادونو د ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې باید تمرکز پر اقتصادي پرمختګ او پراختیا وشي.
عبدالسلام حنفي په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې دغه څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي چې، د نننۍ نړۍ په شرایطو کې جګړه د ستونزو حل نه شي کېدای او غوره لاره د پرمختګ او پراختیا پر لور حرکت دی.
هغه زیاته کړه چې د دوی ( طالبانو د حکومت ) سیاست د سولهییزو اړیکو، متقابل درناوي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړ دی.
حنفي همداراز وویل، د صنعتکارانو او پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره هڅه کېږي چې افغانستان له یوه واردوونکي هېواد څخه پر صادرونکي هېواد بدل شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو، د پانګونې له محدودیتونو او د کورني تولید له کمښت سره مخ دی.
تو که انتحار میکردی و مردم بیدفاع را در همه شهر های کشور مورد حمله قرار دادی آنوقت 21 پیړی نبود؟ اوس یی سد په سر کی راغلل هغه وخت لکه چی کوم بل قرن وه ـ
نو تاسی ولې د افغانستان په ضد کوله؟ موافقه؟
چې د پاکستان پر وړاندې د غچ خبره شي، نو بيا وايي چې ۲۱ مه پيړۍ ده..
بې غيرتي ووايې چې د پاکستان پر وړاندې د امنيت او دفاع ستراتيژي او تګلاره نلرو..
له دی بیچاره ولس سره ستا جنگونه لکه چی د اوومی پیړی وه؟ خدای دی خوارکه خو تاهم همدی پیړی کی د ورځی سلګونه بیګناه خلک په ژیړو بوشکووژل !! بدخشان کی همدااوس ولس سره په جګړه یاست. ستا ګران بادار پکتیا بمباری کوی دغسی یی نور حقایق چی لیکل یی ضرور ندی ځکه چی له ږیری دی سړی ته شرم دریږی.