Homeخبرونهسوېډن افغانستان سره څه باندې پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه

سوېډن افغانستان سره څه باندې پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق (Afghanistan Special Trust Fund) ویلي، چې سوېډن له افغانستان سره ۵ میلیونه او ۲۶۰ زره امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

دغه صندوق نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس‌پاڼه دغه خبر لیکلی دی.

سرچینې لیکلي، چې د سوېډن دغه مالي مرسته به له افغان ټولنو سره د لا پیاوړي او دوامدار راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق د سوېډن له دې مرستې مننه کړې ده.

سوېډن تر دې وړاندې هم د روان کال د جون په ۱۴مه له افغانستان سره ۲ میلیونه او ۹۹۰ زره امریکایي ډالره مرسته کړې وه.
کارپوهان وایي، که څه هم نړیوالې مرستې د افغانستان د بشري اړتیاوو په پوره کولو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهمې دي، خو د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره د دوامداره پراختیايي پروژو، پانګونې، د کارموندنې فرصتونو او د کورني تولید پیاوړتیا ته هم جدي اړتیا شته، څو افغانستان په اوږدمهال کې پر بهرنیو مرستو لږ متکي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...