Homeخبرونهایران: د تهران او کابل اړیکې د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر...

ایران: د تهران او کابل اړیکې د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لور روانې دي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي ویلي چې د تهران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دواړو لورو همکاري، په ځانګړي ډول د اقتصاد په برخه کې، نوي پړاو ته داخله شوې ده.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د پنځم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي چې، ایران له افغانستان سره د خصوصي سکټور د همکاریو پراختیا خپل لومړیتوب ګڼي او له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د تولید، پانګونې او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي سبب کېږي.

بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د ترانسپورټي شبکو، اوبو د تاسیساتو، صنعت او کرنې په ګډون د بنسټیزو پروژو پلي کول کولی شي د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د ایران سفیر همداراز له ایراني او افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې د شته فرصتونو څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټه واخلي.

د هغه په وینا، د کابل په نړیوال نندارتون کې د ایراني شرکتونو پراخ ګډون ښيي چې تهران غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

په دې نندارتون کې ګډون کوونکو ایراني شرکتونو د صنعت، کانونو، صنعتي تجهیزاتو، ساختماني موادو، انرژۍ، تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ اړوند خپل محصولات او خدمات نندارې ته وړاندې کړي دي.

په وروستیو کلونو کې، ایران او طالبانو د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو ترڅنګ د هلمند سیند د اوبو د حق په څېر پر ځینو موضوعاتو اختلافات هم لرلي، خو له دې سره سره د دواړو لورو اړیکې او همکارۍ دوام لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم فرصتونه رامنځته کولی شي.

د دوی په اند، که دواړه هېوادونه د شته اختلافاتو ترڅنګ اقتصادي همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي، دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد مثبت اغېز ولري، بلکې د سیمې د اقتصادي ثبات او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل به هم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...