تاند (پنحشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۷مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې افغانستان– د ښځو او لږکیو پر ضد د لا ژورو محدودیتونو، د مرستو د پرې کېدو، د اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورینونو او د کډوالو د ډلهییزو ستنېدنو له امله – چې میلیونونه خلک د لا زیاتې بېوزلۍ پر لور د ټېل وهي- له “ستر طوفان” یا “کامل کړکېچ” سره مخامخ دی.
روزا اوتونبایېوا، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشره ده، د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل چې وضعیت ډېر سخت دی: نژدې ۷۵ سلنه افغانان داسي ژوند کوي چې یوازې ژوندي پاتې شي، نړیوالې مرستې په ۲۰۲۵ کې نژدې ۵۰ سلنه کمې شوې دي، او کابل ښايي په څو کلونو کې د نړۍ لومړنی عصري ښار شي چې اوبه به یې وچې شي.
هغې زیاته کړه ، په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر دوو میلیونو د زیاتو افغانانو ستنېدا د محدودو سرچینو پر وړاندې نور فشارونه زیات کړي او له اقتصادي پلوه يې دې هیواد ته د یو میلیارد ډالرو تاوان اړولی دی.
اوتونبایېوا وویل، د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۲.۷ سلنه ده چې د نفوس د ودې تر کچې ټيټه ده، په داسې حال کې چې وچکالۍ او زلزلې – لکه په وروستیو کې د کونړ ولایت زلزلې – په ځان د بسیا کروندګرو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کړی دی.
هغې زیاته کړه، نړیوالو مرسته کوونکو له ۲۰۲۱ راهیسې نژدې ۱۳ میلیارده ډالر ورکړي دي، خو راتلونکې مرستې ښايي کمي شي، یوه برخه يې د طالبانو د هغو پالیسیو له امله دي چې ښځې له کار او زده کړو څخه منع کوي.
هغې وویل: “دا یوه پرانستې پوښتنه ده چې ایا د طالب چارواکو په منځ کې کافي عملي عقل شته چې دا ستر طوفان مدیریت کړي، او که نه، د ایډیولوژۍ پر بنسټ پرېکړې به د دوامدارو حللارو مخه ونیسي.”
اوتونبایېوا همداراز د طالبانو هغو محدودیتونو ته اشاره وکړه چې د کابل کمپونو ته یې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر تګ بندیز ولګاوه، په داسې حال کې چې د کونړ له زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو ادارو بیړنۍ مرستې پراخې کړې.
هغې وویل، دغه ډول اقدامات د ملګروملتو توان “په جدي ډول له خنډ سره مخامخوي” چې د سختې اړتیا پر وخت له افغانانو سره مرسته وکړي.