جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+"ګروپ‌تینک" (Groupthink): ولې مونږ بیا بیا یوه اشتباه تکراروو؟

“ګروپ‌تینک” (Groupthink): ولې مونږ بیا بیا یوه اشتباه تکراروو؟

لیکوال: محمد خالد ودرګ

لاس انجلیس، کلیفورینا

ایا کله مو فکر کړی چې ولې زموږ په ټولنه، حکومت، او حتا په خپلو کورنیو کې ډېر وخت ناسمې پرېکړې کېږي؟ دا پرېکړې بیا بیا تکرارېږي، او هر ځل یې زیانونه ډېر وي. په عامه محفلونو، جرګو، او سیاسي غونډو کې داسې ښکاري چې ټول کسان یو غږ لري، خو په اصل کې دا یووالی د اتفاق نه، بلکې د وېرې او چوپتیا له امله دی. دې پدیدې ته “ګروپ‌تینک” وایي.

ګروپ‌تینک څه شی دی؟

“ګروپ‌تینک” (Groupthink) هغه وخت پېښیږي چې یوه ډله، که هغه د کورنۍ غړي وي، په دفتر کې همکاران، د حکومت وزیران، یا د یوې شورا غړي، د دې لپاره چې له شخړې ځان وژغوري، یو بل ته هو وایي او خپل ریښتینی نظر پټوي. له بهره دا داسې ښکاري چې ټوله ډله یو له بل سره متفقه ده، خو په حقیقت کې هر غړی په زړه کې یو بل نظر لري، خو د وېرې او شرم له امله یې نشي بیانولی.

دا اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۷۲ کال کې د امریکایي روانپوه اروینګ جنیس (Irving Janis) لخوا وکارول شوه. هغه په خپلو څېړنو کې ولیدل چې کله د یوې ډلې غړي د حقیقت پر ځای یوازې پر دې تمرکز کوي چې یو له بل سره موافق پاتې شي، نو په ډېر احتمال سره به ناسمې پرېکړې وکړي.

دا یوازې زموږ ستونزه نه ده، خو زموږ لپاره خورا جدي ده

ګروپ‌تینک یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټولو ټولنو کې شته. په پرمختللو هېوادونو کې هم ډېر لوی تاریخي ناورینونه د دې پدیدې له امله پېښ شوي دي.

  • د امریکا د «Bay of Pigs» ناکامه حمله (۱۹۶۱): د ولسمشر جان ایف کینیډي مشاورینو د وېرې له امله د هغه له پلان سره مخالفت ونکړ، چې په پایله کې یې د کیوبا د پخلي حمله په بشپړ ډول ناکامه شوه.
  • د «Challenger» فضایي بیړۍ چاودنه (۱۹۸۶): انجینیرانو د توغولو پر مهال د خطر خبرداری ورکړی و، خو مشرتابه پرې غوږ ونه نیو او د فضایي بېړۍ چاودنه وشوه.

له همدې امله، نن ورځ ډېر پرمختللي سازمانونه او شرکتونه د ګروپ‌تینک د مخنیوي لپاره ځانګړې پالیسۍ لري. دوی داسې یو چاپېریال جوړوي چې خلک په کې د مخالفت او پوښتنو کولو حق ولري.

د ګروپ‌تینک او دیکتاتورۍ ترمنځ اړیکه

کله چې یو رهبر مطلق واک ولري، ګروپ‌تینک لا هم خطرناک کیږي. په داسې یو چاپېریال کې د مشر هره وینا قانون ګڼل کیږي، او څوک چې مخالفت وکړي، د دښمن، بې‌ادبه، یا له ټولنې څخه بهر انسان په سترګه ورته کتل کیږي.

خلک د ځان د ساتنې لپاره چاپلوسي کوي او له دروغو کار اخلي. دوی یوازې هغه څه وایي چې مشر یې اورېدل غواړي. په دې حالت کې، مشر د حقیقت څخه لیرې کیږي او داسې پرېکړې کوي چې په واقعیتونو ولاړې نه وي. په افغانستان کې، دا ډول کلتور یوازې په حکومتونو کې نه، بلکې په کورنیو، جوماتونو، مدرسو، او قومي جرګو کې هم لیدل کیږي.

دا ولې پېښیږي؟ زموږ کلتوري او ټولنیز ريښې

له کوچنیوالي څخه په ډېرو افغاني کورنیو کې ماشومانو ته ویل کیږي چې: “د مشر په مخ کې خبرې مه کوه.” یا “ته لا تر اوسه کوچنی یې، غلی شه!” دا پیغامونه په ناخبره توګه زموږ په ذهنونو کې نفوذ کوي. کله چې لویان شو، زموږ عادت ګرځي چې د مشر، د مجلس مشر، یا د کومې ډلې د مشر په وړاندې چوپ پاتې شو. موږ فکر کوو چې د نظر څرګندول د بې‌ادبۍ نښه ده، نه د هوښیارتیا.

  • د کورني چاپېریال اغېز: په ډېرو کورنیو کې د بل نظر ورکول د مشرانو سپکاوی ګڼل کیږي. دا ویره له موږ سره تر کار ځای، جومات، او جرګې پورې ملګرتیا کوي.
  • د دیني او سیاسي چارواکو ونډه: له یوې خوا، په ډېرو مذهبي ځایونو کې د پوښتنې کولو پر ځای یوازې د حفظ کولو ټینګار کیږي، چې دا د انتقادي فکر مخه نیسي. له بلې خوا، په سیاست کې هم مخالفین دښمنان ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د ریښتینو خبرو کولو چانس له منځه ځي.

کله چې موږ چوپ پاتې شو، څه پېښیږي؟

  • غلطې پرېکړې: کله چې څوک د خبرو کولو جرات ونه لري، غلطې پرېکړې نه نقد کیږي او ناسمه لاره غوره کیږي.
  • د پرمختګ مخه نیول کیږي: نوي فکرونه او نوښتونه له منځه ځي. کله چې له خلکو تمه کیږي چې ټول یو شان فکر وکړي، نو هېڅ نوی شی نه پیدا کیږي.
  • د فساد وده: په چوپه خوله چاپېریال کې فساد پیاوړی کیږي، ځکه چې هیڅوک د فساد په وړاندې غږ نشي پورته کولی.

په لومړني اسلام کې د مختلفو نظرونو او ازادو خبرو بېلګې

اسلام له پیله د مشورې، استدلال، او د حق ویلو دین دی. د پیغمبر (ص) په وخت کې، له دې اصل څخه په عملي توګه کار اخیستل شوی دی. لاندې یې ځینې بېلګې دي:

۱. د بدر په غزا کې د اردو ځای

کله چې د بدر غزا ته روان وو، پیغمبر (ص) په دښته کې په یو ځای کې خیمې ودرولې. د حباب بن المنذر (رض) په نوم یو صحابي پوښتنه وکړه چې: “ای د خدای رسوله! ایا دا ځای د خدای له لوري ټاکل شوی چې له هغه څخه شاته یا مخکې نشو تللی، که دا یوازې د جنګي ستراتیژۍ لپاره دی؟”

پیغمبر (ص) ورته وویل چې دا د خدای له خوا نه دی ټاکل شوی، بلکې د یوې جنګي ستراتیژۍ برخه ده. حباب بیا خپل نظر وړاندې کړ او د اوبو څاه ته نږدې د مورچې جوړولو مشوره یې ورکړه. پیغمبر (ص) د هغه نظر ومنلو او په دې برخه کې یې هغه ته د اختلاف او خبرو کولو لپاره د هغه جرات وستایه. دا کار د مسلمانانو لپاره د غزا د ګټلو لویه وجه شوه.

۲. د احد په غزا کې د وتلو او یا پاتې کېدو پرېکړه

د احد غزا نه مخکې، پیغمبر (ص) له خپلو صحابوو څخه مشوره وغوښته چې ایا دوی باید له مدینې څخه بهر ووځي او له قریشو سره مخامخ جګړه وکړي، او یا یې هم په ښار کې دننه دفاع وکړي. ځوانانو د مدینې له ښاره بهر وتلو مشوره ورکړه. په داسې حال کې چې لوی او تجربه لرونکي صحابې د ښار په دننه کې د پاتې کېدو او دفاع کولو په اړه په یوه خوله وو.

پیغمبر (ص) د اکثریت د نظر درناوی وکړ، که څه هم د هغه خپل نظر دا و چې په ښار کې دننه باید پاتې شي. پیغمبر (ص) خپل نظر پر اکثریت ونه تپلو. د اکثریت په نظر هغه عمل وکړ چې د مسلمانانو په یووالي او ارادې د دوی د باور ښکارندويي کوي.

۳. د اسیرانو برخلیک د بدر په غزا کې

د بدر له غزا وروسته، له مشرکینو څخه یو شمېر کسان اسیران شول. پیغمبر (ص) له صحابوو څخه وغوښتل چې د اسیرانو د برخلیک په اړه مشوره ورکړي.

  • ابوبکر (رض) وویل چې باید له دوی څخه فدیه واخستل شي او ازاد شي، ځکه چې دوی زموږ خپلوان دي.
  • عمر (رض) د دې برعکس نظر درلود او ویې ویل چې باید اعدام شي، ځکه چې دوی د اسلام دښمنان دي او د خلکو په قتل کې یې ونډه اخیستې ده.

په پای کې، پیغمبر (ص) د ابوبکر (رض) د نظر له منلو وروسته پرېکړه وکړه، خو دا ښیي چې په ډېرو مهمو مسایلو کې هم صحابوو ته د خبرو او اختلاف حق ورکړل شوی و.

دا تاریخي پېښې ښیي چې څنګه پیغمبر (ص) له چوپتیا او اتفاق څخه د ویرې په اساس مخنیوی وکړ. هغه خپلو صحابوو ته د خبرو کولو او له خپلو نظرونو دفاع کولو لپاره کافي ځای ورکړ، ځکه چې هغه پوهېده چې د مشورې او بحث له لارې سمه پرېکړه کیدای شي. دا هغه څه دي چې زموږ نننۍ ټولنه ورته اړتیا لري.

څنګه کولای شو دا کړۍ مات کړو؟

۱. اختلاف عادي کړئ: مخالف نظر بې‌احترامي نه ده، بلکې د حقیقت د پیدا کولو یوه لاره ده.

۲. خپلو ماشومانو ته د خبرو اجازه ورکړئ: پرېږدئ چې دوی پوښتنې وکړي او خپل نظر څرګند کړي.

۳. له دیني او ټولنیزو مشرانو څخه پیل کړئ: مشرتابه باید داسې چاپېریال رامنځته کړي چې خلک په کې له وېرې پرته خپل نظرونه ووایي.

۴. له خپل دیني میراث څخه ګټه پورته کړئ: د اسلامي تعلیماتو یوه مهمه برخه “مشوره” او “اجتهاد” ده، چې دا دواړه د آزاد فکر او نظر څرګندولو ته ارزښت ورکوي.

پایله: غږ پورته کړئ، چې وطن جوړ شي

موږ نشو کولی خپلې تېرې غلطۍ اصلاح کړو، ترڅو چې پرې خبرې ونکړو. که افغانستان له پرله پسې ناکامیو څخه وتل غواړي، نو باید له رښتینو خبرو پیل وکړي.

  • ماشوم ته د غږ پورته کولو حق ورکړئ.
  • زده‌کوونکي ته د پوښتنې کولو ځای ورکړئ.
  • همکار ته د مخالفت جرأت ورکړئ.
  • عالمانو ته د اجتهاد حق ورکړئ.

هر اختلاف شقاق نه دی. ځینې وخت، دا یوازینۍ لاره ده چې موږ ریښتیني وحدت ته ورسوي؛ هغه وحدت چې پر حقیقت ولاړ وي، نه پر وېره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب