تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) له هر لسو اروپایانو څخه اته تنه باور لري چې کلتور او هنر د دوی د سیمې د هوساینې او اقتصادي پراختیا لپاره مهم دي.
د یوروبارومیتر د نوې نطرپوښتنې له مخې، په اروپا کې د یوې نظرپوښتنې ۷۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې کلتور د دوی لپاره شخصي اهمیت لري؛ چې دا د ۲۰۰۷ کال د نظرپوښتنې پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي. تر ټولو لوړې شمېرې په لوګزامبورګ (۹۲ سلنه)، قبرس (۸۹ سلنه) او ایټالیا (۸۹ سلنه) کې ثبت شوي دي. تر ټولو ټیټې کچې بیا په جرمني (۶۶ سلنه)، اتریش (۶۲ سلنه) او رومانیا (۶۱ سلنه) لیدل شوي دي.
خو کلتور یوازې شخصي علاقه نه ده. له هر لسو اروپایانو څخه اته تنه باور لري چې کلتور او هنر د دوی د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره اهمیت لري. په دې برخه کې لوګزامبورګ (۹۳ سلنه)، پرتګال (۹۲ سلنه) او ایټالیا (۹۱ سلنه) مخکښ دي، په داسې حال کې چې بلغاریا (۷۷ سلنه) او اتریش (۷۵ سلنه) تر ټولو ټیټې کچې لري.
شاوخوا نیمایي اروپایانو (۴۹ سلنه) د دې نظرښتنې یو کال مخکې په هنري فعالیتونو کې برخه اخیستې ده، چې تر ټولو ډېر د نڅا (۱۷ سلنه) او سندرې ویل (۱۵ سلنه) محبوب فعالیتونه ښودل شوي دي.
دا نظرپوښتنه د ۲۰۲۵ کال د فبروري او مارچ تر منځ د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بېلابېلو ټولنیزو او ډیموګرافیکي ډلو د څه باندې ۲۶ زرو کسانو په ګډون شوې ده. د دې موندنې به د اروپايي کمېسیون د کلتوري پالیسۍ په ستراتیژیک سند کې وکارول شي چې تمه کېږي د کال تر پایه خپور شي.