جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeټولنیزد کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

 لیکوال: محمد محق

ارواپوهنه او دیني څېړنې

ارواپوهنه په دې اوسنۍ بڼه، داسې علم دی چې زموږ په تمدني حوزه کې اوږده مخینه نه لري. پخوا، په تېره بیا د اسلامي تمدن د غوړېدو په پېر کې، د عرفان او تصوف د ډګر ځینو صاحب نظرانو هڅه وکړه چې د اسلامي علم النفس له لارې دې موضوع ته ورنژدې شي او ځینې مفکورې یې درلودې چې په خپل ځای ارزښتمنې دي خو دغو هڅو د ارواپوهنې یا اسلامي ارواپوهنې په نامه کوم علم ایجاد نه کړ. داسې علم یې رامنځته نه کړ چې خپل ځانګړی میتود ولري او وشو کولای د ارواپوهنیزو څېړنو لپاره ورنه کار واخلو او د خلکو ستونزې پرې حل کړو. البته د هغوی څېړنې او مفکورې هم نګه اسلامي نه وې، بلکې له نورو فرهنګونو لکه یونان، هند او لرغوني فارس څخه اخیستل شوې وې.

په هر حال، ارواپوهنه هم د ټولنپوهنې، سیاسي علومو او ځینو نورو علومو په څېر د اوسني پېر پیداوار دی. ارواپوهنه د بل فرهنګ پر ځمکه غوړېدلې ده خو د هماغه فرهنګ په پولو کې ایساره نه ده پاتې شوې او د ګڼو نورو معتبرو معاصرو علومو په شان نړېواله شوې ده. نن سبا د دې علم پل په هر هېواد کې موندلی شو خو په دې شرط چې د دغو ټولنو علمي فضا غوړېدلې وي.

په پرمختللو پوهنتونونو کې، د اصلي علومو تر څنګ یو لړ داسې موضوعات هم رامنځته شوي دي چې په ګڼو څانګو پورې اړه لري او معمولاً موضوع له یوې څانګې اخلي، میتود له بلې، لکه «د ژبې فلسفه» چې موضوع یې ژبپوهنیزې څېړنې دي او میتود یې فلسفي. همدارنګه «ټولنیزه ارواپوهنه» چې موضوع یې ټولنپوهنه خو میتود یې ارواپوهنیز دی. د دین ارواپوهنه همداسې څانګه ده چې دین او دینداري ته د ارواپوهنې له نظره ګوري او داسې پوښتنې راسپړي چې ارواپوهنیزه صبغه لري.

سره له دې چې په اسلامي هېوادونو کې دین د خلکو په فردي او ټولنیز ژوند کې عمده عنصر دی خو دلته لا هم د دین ارواپوهنې او نورو مډرنو علومو ته د پام اړولو نښې نښانې نه لیدل کېږي. په دې حساب په دین او دیني څېړنو پورې د مطالعاتو یوه عمده څنډه لادرکه ده او په دې برخه کې د مهمو پوښتنو پر مخ لاره تړلې پاتې ده.

ګڼې پوښتنې شته چې د ارواپوهنې له نظره یې ځوابولی شو، لکه: دینداري پر علت تکیه لري که پر دلیل؟ او دغه حکم پر ټولو دیندارانو کېدای شي که د دوی پر یوې برخې؟ ټول دینداران په یوه اروايي ټیپ پورې اړه لري که په ګڼو؟ د وګړو اروايي ټیپ د دوی د دیندارۍ پر ډول هم اغېز لري که نه؟ په دې برخه کې اروايي عوامل قوي اغېزې لري که فرهنګي او ټولنیز عوامل؟ ټولنیز بدلونونه کولای شي د وګړو اروايي زمینې بدلې کړي، او که ځواب هو وي، دا به یې پر تدین هم اغېزه ولري؟ ټولنیز او اجتماعي اصلاحات، او په دې ډله کې دیني اصلاحات کولای شي اروايي فعل او انفعالات رامنځته کړي؟ دا عمل او عکس العمل به د دیني اصلاحاتو پر بهیر مثبته اغېزه ولري که منفي؟ هغه کسان چې د اصلاح او بدلون د راوستو نیت لري، باید د خپل کار اروايي اړخونو ته هم فکر وکړي؟

دا ډول ډېرې نورې پوښتنې دي چې ټولې له ارواپوهنې سره تړاو لري او میتودیکه سپړنه یې زموږ د هېوادونو د شرایطو له پوهېدو سره لویه مرسته کولای شي او همدارنګه ځینې ستونزې یې حل کولای شي.

که ارواپوهنیزې څېړنې او مبحثونه زموږ په ټولنو کې پراخ شي، کولای شو د هغو ستونزو حل ته ورنژدې شو چې په اوسنیو شرایطو کې ډېر اهمیت لري لکه د انتحار پدیده، قشري او برسېرنو مذهبي ډلو ته تمایل، د مذهبي او فرقه يي تعصباتو زیاتېدل، د کرکې  او بدګومانۍ خپرېدل، په مذهبي جامو کې پټ فاشیزم ته د ځوانانو بې سابقې تمایل او …

همدارنګه دا موندلی شو چې ولې تفرقه او اختلاف په تېره بیا زموږ په وطن کې دومره پراخ شوي دي چې ان د تحصیل خاوندان او هغه وګړي چې د ټولنې سرلاري ګڼل کېږي، هم نه شي کولای لږ تر لږه د لویو ملي او تمدني مقولو په اړه سره توافق او یووالي ته ورسېږي.

د ارواپوهنې په مرسته کولای شو اکثرو متدینانو ته داسې هېنداره په لاس کې ورکړو چې د خپلې دیندارۍ په ماهیت پوه شي او وګوري چې څه چې دوی ته تدین ښکاري، داسې تدین دی چې له معنوي تعالي او روحي تزکیې سره مرسته کوي یا دا چې د دغو عملونو او عکس العملونو تر شا چې ځینې یې شعوري او ځینې یې لاشعوري ځنې کېږي او ټولو ته یې د دیانت جامې وراغوستل کېږي، اروايي او شخصیتي اختلالونو ځاله کړې ده او د دې پر ځای چې خپل خاوند بره بوځي، کښته یې راغورځوي او د ستر مولانا په وینا:

زانکه از قرآن بسی گمره شدند

زان رسن قومی درون چه شدند

مر رسن را نیست جرمی ای عنود

چون ترا سودای سربالا نبود

ژباړه: ځینې قومونه د قران په رسۍ کندې ته غورځېدلې دي، خو دا د رسۍ ګناه نه ده ځکه چې دوی پخپله د پورته تلو نیت نه درلود.

که څه هم چې اروايي اختلالونه یوازې د ځینو متدینانو لپاره ځانګړي نه دي او ځینې نامتدینان هم په دې ستونزو اخته دي او د هغوی ستونزې هم د اندېښنې وړ دي چې باید یې چاره وشي خو په اروايي اختلالونو د اخته متدینانو ستونزه دا ده چې باطني نیمګړتیا یې له دیانت سره ګډېږي او ډېر خطرونه رامنځته کوي. هغه دوګماتیزم چې په داسې اروايي اختلالونو کې ریښه لري، له هېڅ منطق او استدلال سره نه وېلي کېږي.

د مډرنې ارواپوهنې په مرسته کولای شو زاړه اسلامي عرفاني متنونه مطالعه کړو او له هغو نه ګټور درسونه واخلو او داسې یې له سره ترتیب کړو چې اوسنیو خلکو ته په درد ولګېږي. دې سره به د هغو کسانو تنده ماته شي چې د معنویت  تږي دي او زموږ د خلکو لپاره چې په کړکچینو شرایطو کې ژوند کوي، ارامه فضا رامنځته کړي.

کېدای شي په ماهرانه او متخصصانه ډول د مډرنې ارواپوهنې او اسلامي عرفان تلفیق او یوځای کېدل وشي کولای د دین څېړنې د مطالعاتو لپاره نوې لاره روده جوړه کړي چې د ټولنې له اروايي روغتیا سره مرسته وکړي او د خلکو جمعي اروا صفا کړي.

دې کې شک نشته چې د خلکو د باطني ناروغیو او نیمګړیتاوو د درملنې لپاره هره هڅه، انسانیت ته لوی خدمت دی او د دین له لوړو مقصدونو سره سمون لري. طبیعي ده چې یوه ځانګړې څانګه یا یو مشخص علم نه شي کولای دغه ټولې اړتیاوې پوره کړي خو هر یو یې په خپله وار سره کولای شي د دې اړتیا یوه برخه پوره کاندي او د لیکوال په باور ارواپوهنه که سمه زده شي او ان د دیني مدرسو په نصاب کې شامله شي، زموږ د ټولنې د مهمو قضیو او بوږنوونکو واقعیتونو د فهم لپاره به نوې زاویه پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب