جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+اې ملايانو، رياکارانو! | ازاده ژباړه: رحمت شاه فراز

اې ملايانو، رياکارانو! | ازاده ژباړه: رحمت شاه فراز

اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! تاسو د اسمانانو پاچاهي ته قلف ور اچوئ، نه خپله ور ننوځئ او نه نور خلک ور پرېږدئ.
اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! تاسو د کونډو پر کورونو ولکې ټينګوئ او د ځان ښودنې لپاره لمونځونه اوږدوئ. د دې کار له امله به ډېر دردناک عذاب ووينئ.
اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! تاسو د عشر او زکات لپاره ډېرې زياتې چيغې وهئ، خو د شریعت ډېرې خبرې مو له پامه غورځولې دي لکه انصاف، رحم او ملګرتيا. پکار خو دا وه، چې تاسو هغه هم وکړئ او دا هم وکړئ. اې ړندو رهبرانو! تاسو خپل څښاکونه چاڼ کوئ، چې مياشی په‌کې تېر نه‌ کړئ، خو له دې سره، سره بشپړ اوښان په بډه وهئ.
اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! تاسو له بهر نه جام او لوښی وينځئ، خو له دننه څخه ستاسو جامونه له تالان او عيشونو ډک دي. خپل لوښی له دننه صفا کړئ، نو له بهر نه به هم صفا شي.
اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! تاسو د هغو قبرونو غوندې ياستئ، چې له بهر نه په سپين رنګ رنګول شوي وي ګوندې له بهر نه ښکلي ښکاره شي. خو دننه يې د مړو هډوکي او له هر ډول مرداريو ډک وي. تاسو هم له بيرون نه صداقت ښکاره کوئ، خو په درون کې له رياکاري او بې ديني ډک ياستئ.
اې ملايانو، رياکارانو!
افسوس پر تاسو! خلک دې هغه څه‌ کوي، چې تاسو يې وايئ. خو هغه څه دې نه‌ کوي، چې تاسو يې کوئ، ځکه تاسې له خپلو خبرو سره سم عمل نه کوئ. تاسو پر خلکو هغه پېټي باروئ، چې تاسو خپله ګوتې هم نه ور نږدې کوئ. هر څه چې کوئ، د ځان ښودنې لپاره يې کوئ. تاسو تش يو ارمان لرئ، چې په جوماتونو او محفلونو کې په لوړو ځايونو کېنئ او خلک مو درناوی وکړي او «ملا» يا «شيخ» درته ووايي.
📖 د متی انجيل
🖊️ ازاده ژباړه: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب