جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+پرې شوې رابطه (لنډه کیسه) محمدنعمان دوست

پرې شوې رابطه (لنډه کیسه) محمدنعمان دوست

دوه ـ درې ځلې مې د ګامونو ترپا تر غوږ شوه، ځان سره مې ویل: دا ټکنده غرمه، دا سوزونکی لمر او بیا د یو چا د چټکو ګامونو مسلسل غږونه! له خونې مې راوتلو ته زړه نه کیده. له کړکۍ مې انګړ ته کتل، چرګان د دیواله بیخ ته راټول ول، مښوکې یې خلاصې نیولې وې او مرۍ یې ښکته او پورته کیدې.

زه لا هماغسې د کړکۍ شاته ولاړ وم چې بیا د ګامونو غږونه شول، ورو ورو یې غږونه لوړیدل. دا ځل ورسره ګونګسه هم وه، لکه څوک چې په منډه کې خبرې کوې. زړه مې طاقت ونکړ، پر سر مې څادر خور کړ، له حجرې راووتلم او د کوڅې خواته د کور ور مې پرانیست. لږ دوړې ښکاریدې خو څوک نه ول. هملته د وره سیوري ته ودریدم. شیبه وروسته، بیا غږونه شول. د کوڅې بر سر ته مې وکتل. یوه میرمن په چټکو ګامونو راخوشې وه. ژر د وره اړخ ته پټ شوم او پټ پټ مې کتل. د خبرو غږ یې لوړیده، خو سم پرې نپوهیدم. رانږدې شوه. ځان مې پوره پټ کړ. هغې چټک ګامونه اخیستل، خولې ته یې یو شی نیولی و او خبرې یې کولې:

ورته ووایه، ډالر به پیدا شي؛ خو ګوره مړ مې نکړې. ورته ووایه چې مور مې درته پیسې درلیږي. زویه! پیسو سره درته د درد ګولۍ هم درلیږم، ښه. هره شپه یې خوره، چې ویده شې بیا دې ټپونه درد نه کوي. ګوره…. نورې خبرې یې نه اوریدل کیدلې، له ګامونو سره یې دوړې پورته کیدې او روانه وه.

پس له درېیوو کلونو مساپرۍ مې په کور کې دا لومړۍ اونۍ وه او دا لومړی ځل و چې له داسې نندارې سره مخ کیدم. زړه کې مې ډؤل ‌‌‌ډؤل پوښتنې را ولاړیدې او د هغې پر هره خبره مې فکر واهه.

مازیګر چې سیوري ښه را وګرځېدل، انګړ کې مو پلاستیکي سترنجۍ هواره کړه. ځمکنی پکی مو له بترۍ چالان کړ او د هر یوه مخې ته د ګرم شنه چای ډکې پیالې داسې کېښودل شوې، لکه له تودې هوا چې انتقام اخلو. زموږ مجلس روان و چې ور وټکېده. کوچیني ورور مې ورمنډه کړه او بیا ژر بیرته راغی: هغه زرینه لیونۍ ده! ژر مې خور ورته پر خوله لاس کېښود او بیا یې ورته ویل: په منډه لاړ شه او زرینې ترور ته دروازه پرانیزه!

شیبه پس میرمن را ننوتله، هره خوا یې اوتر اوتر کتل. ټول ورته ودریدو. په غاړه کې یې څلور کونجه کوچیني لرګي ټالۍ وهلې. کیناسته. ډکه پیاله یې ور وړاندې کړه. د غاړې لرګي ته یې کتل: غرمه مې ورسره خبرې وکړې. په کړس کړس یې وخندل: اوسني ځوانان ډير درواغجن دي. هر ځل راته وايي چې دا جمعه راځم…. سترګې یې سرې شوې، رڼې اوښکې پکې وځلیدې، شونډې یې ښکته او پورته لاړې. ټول غلي وو. داسې خاموشي خوره وه چې د هغې د زړه ضربان مو هم اوریده. یو دم یې لرګي ته لاس کړ، ګوتې یې پرې ووهلې او بیا یې ماته راوړاندې کړ: هه، ته ورسره وغږیږه. سم یې په خبره پوه کړه. ورته ووایه چې پیسې درته پیدا کوي، ورته ووایه چې دا غریب نور مه وهئ، ټپي ده. په ټپ وار ډېر بد درد لري. ورته ووایه، ظالمانو! دا خو مو په وینو لړلی دی، ولې؟ ولې؟؟؟ …. هغې، هماغسې ماته لاس غځولی و. په تار تړلی څلور کونجه لرګی یې راته نیولی و او زه یوې داسې ویرې پسې اخیستی وم چې غږ مې په مرۍ کې زیندۍ شوی و. بیرته یې لاس ټول کړ، پورته شوه، لرګی یې خولې ته ونیوه: وه هلکه څنګه غلی یې!؟ اوس ځواب هم نه راکوې؟ له تا یې لکه چې ژبه هم پرې کړې. له دې سره سلګیو ونیوله، روانه شوه، یو دم یې ګامونه چټک کړل او له انګړه ووتله.

ټول غلي وو. مور مې په خپلې خبرې چوپتیا دړې وړې کړه: خدای دې هیچاته د اولاد غم نه ورکوي. دا بیچارګۍ یې په تېر عمر لیونۍ کړه.

د پوښتنې جرئت مې بایللی و. فقط همدې ته منتظر وم چې څوک کیسه وغځوي. ترور مې ویل: دا دویم کال دی چې د زرینې زوی نادرکه دی. اول یې اوازه راغله چې قاچاقبرو په چا خرڅ کړی، هغه وخت یې د یوه خپلوان په غټ موبایل له مور سره خبرې کړې وې، په وینو ککړ مخ یې ورته ښودلی و او په سختۍ یې ویلي و: زه ورسره بندي یم، که قاچاقبر ته ۳۰۰۰ ډالر ونه لیږئ، وژني مې! بیا یې ورته خپلې پنډۍ ښودلې وې چې په سیخانو داغل شوې وې. ډالر خو پریږده، دې بیچارګۍ کونډې سره دومره افغانۍ هم نه وې. له دې احوال وروسته د زرینې حالات ورو ورو خرابیدل. نیمه شپه به یې چیغې وهلې، اوس دا دی له کوره هم وځي. اوله کې به یې هر چاته عذر او زارۍ کولې چې موبایل ورکړي او له خپل زوی سره وغږیږي. اوس یې همدا لرګی خولې ته نیولی وي او خبرې کوي.

پای

د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب