چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد عبدالباري جهاني دوه غزلونه

د عبدالباري جهاني دوه غزلونه

وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات
یو څو شپې مي لا پاته دي پر ښار د خرابات
ناصحه له مغانه دي زړې کیسې راوړي
یو څه تر تا پوهیږمه په کار د خرابات
تر څو به تور او سپین د ګناهونو راته ښیې
ما ږیره سپینه کړې ده پر لار د خرابات
پښتون غیرت مي نن له خپله جیله ځي دوږخ ته
له غاړي څنګه وباسم زنار د خرابات
چي نه اورې د جام له کنګرو د حق سندري
زاهده نا محرم یې د اسرار د خرابات
راځه چي دي ریشتیا کم د خوبونو تعبیرونه
شب قدر مي لیدلی پر بازار د خرابات
احرام یې قبول سوی وي د خُم پر مستو شونډو
رندان مي دي لیدلي په سهار د خرابات
تازه مي کړې له سره جهاني د عمر پاڼې
په کړوپه ملا مي ولیکل اشعار د خرابات
د جون د میاشتي شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

================

راځه نن پر خپل ښار باندي غزل درته لیکم
يوه پر کندهار بل پر کابل درته لیکم
تر څو به لا کړیږو د لستوڼي له مارانو
کیسې به د نا اهلو د یرغل درته لیکم
وطن د قصیدو په اوښکو نه جوړیږي خلکو
یوه منصوري چیغه د ازل درته لیکم
قسمت مو تښتولي دي د ښکلیو پیزوانونه
پر سرو زخمي پاپیو مي پایل درته لیکم
راوړي مي یو څو تازه نغمې له جادوګرو
په کښت کي د اورونو به سنبل درته لیکم
پوهیږم چي مي اور په شګوفو دی لګیدلی
څو اوښکي پر بادام او پر سنځل درته لیکم
تر څو چي ننګرهار او کندهار وي او زه یمه
نظمونه د نارنج او انار ګل درته لیکم
پلو چي یې نیولی وي په کور کي د اغیارو
غمیزه د ملالي د کاکل درته لیکم
بدي مي پښتنه ده سل کلنه به ځوانیږي
د اوښکو مي په سرو وینو بدل درته لیکم
شیخان چي مي پیغلوټي جهاني په زهرو وژني
د قاف د شاپیریو به اور بل درته لیکم
د جون شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

3 COMMENTS

  1. د جهاني صاحب ټولي ليکني او اشعار زړه وړونکی ښايست لري، زه فکر کوم چي د پښتو ادب ټول عصري مينه وال د جهاني صاحب د ښايسته اشعارو په لوستلو ځان د ډيري عصري پيړۍ لوستونکی احساسوي. ځکه زه متيقين يم چي جهاني صاحب د اوسني وخت او په راتلونکو پيړيو کي د پښتنو پر ژبه شاعر دی ، لکه ستر خوشحال خان خټک

    راځه چي دي ریشتیا کم د خوبونو تعبیرونه
    شب قدر مي لیدلی پر بازار د خرابات

    بدي مي پښتنه ده سل کلنه به ځوانیږي
    د اوښکو مي په سرو وینو بدل درته لیکم
    شیخان چي مي پیغلوټي جهاني په زهرو وژني
    د قاف د شاپیریو به اور بل درته لیکم
    .

  2. واه جهانی صاحب په دی لمړنی غزل خو دی ډیر خوند کړی دی
    تر څو به تور او سپین د ګناهونو راته ښیې ماږیره سپینه کړی ده په لار د خرابات
    د ملا او شیخ نصیحت په رښتیا هم د زغملو نه دی ځکه هغه څه چه وایی خپله ورباندی عمل نه کوی
    لږ څه نور هم په زغرده ورته ووایاست چه: ته څه وماته ښیی تور او سپین د ګناهونو ما ږیره سپینه کړی ده په لار د خرابات
    چه ددی کافر د زامنو (شیخانو زاهدانو) زړه وچوی او په دی وپوهیږی چه منصور او منصور چیغه لا ژوندی ده او هیڅکله هم د ریاکارانو غوږونه په کرار نه پریږدی.
    په قلم مو برکت
    امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب