Homeخبرونهاوچا: ۴.۹ میلیونه افغان میندې او ماشومان د تغذیې مرستو ته اړتیا...

اوچا: ۴.۹ میلیونه افغان میندې او ماشومان د تغذیې مرستو ته اړتیا لري

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه)د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) اعلان کړی چې د روان میلادي کال په ترڅ کې به په افغانستان کې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان د تغذیې د ملاتړ او مرستو اړتیا ولري.

اوچا نن (دوشنبه، د سرطان ۲۹مه/د جولای ۲۰مه) په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې، پر وخت اقدام کولی شي د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، په افغانستان کې د میلیونونو میندو لپاره د ژوند دوام د خوارځواکۍ له ګواښ سره د مبارزې او د هیلو د ژوندي ساتلو معنا لري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي وو چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.
د خوارځواکۍ پراخېدل د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو څرګندونه کوي.

کارپوهان وایي، د دې ستونزې د کمولو لپاره پر وخت بشري مرستې، د تغذیې پروګرامونو پراخول او د کورنیو اقتصادي ملاتړ اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...