Homeخبرونهکرکټ بورډ: ننګرهار کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي بهیر...

کرکټ بورډ: ننګرهار کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي بهیر دوام لري

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه)  د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي لړۍ دویمه برخه په ننګرهار کې پیل شوې ده.

د غوراوي لومړۍ برخه په خوست کې ترسره شوه.

دوهم پړاو ته د لوبغاړو د غوراوي بهیر له سیالیو چې ۶۴ لوبغاړو برخه اخیستې وه، یوازې ۳۳ یې د ننګرهار کمپ ته ټاکل شوي دي.

کرکټ بورډ وایي، له دغو لوبغاړو سره د بېلابېلو روزونکو له لوري د مهارت لوړونې او فزیکي تکړښت په برخه کې کار کېږي چې پکې دوه تمریناتي سیالۍ او د غوراوي بهیر پنځه سیالۍ هم شاملې دي.

سرچینه زیاتوي چې، د کمپ د مهارت لوړونې او فزیکي تکړښت برخه د ننګرهار په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي او د سیالیو برخه یې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

دغه کمپ د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او د اګست میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې راغلي چې، د غوراوي پروسې د ټولو پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د غوراوي کمېټې غړو او روزنیزې ډلګۍ له لوري د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...