Homeخبرونهد نورستان په مرکز پارون کې سېلونو د سرومال زیانونه اړولي...

د نورستان په مرکز پارون کې سېلونو د سرومال زیانونه اړولي دي

 تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه) د معلوماتو له‌مخې، د نورستان په مرکز پارون ښار کې د سختونو بارانونو له امله راوتلو سېلونو خلګو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

په هغو ویډیوګانو کې، چې پر خواله رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې سېلابونو یو شمېر کورونه ویجاړ کړي او د پارون بازار یې بشپړ ړنګ کړی دي.

تر اوسه په نورستان کې ځایي طالب چارواکو د سېلونو له امله د اوښتونو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

په نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه چارواکي په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې، سېلابونو لسګونه کورونه نړولي او په ورکو پسې د لټون عملیات روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د نورستان د منډول ولسوالۍ د باندولو انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو کې د سېلابونو له امله ځايي خلکو ته مالي زیانونه اوښتي وو.

ځایي خلک پر حکومت او مرستندویه سازمانونو غږ کوي چې، د سېل ځپلو مرستې ته چټک ور ودانګي او هغو کورنۍیو ته چې بې سرپناه شوي مرستې ورسوي.

دا سېلونه داسې مهال راووځي چې، سبا سې شنبه هم په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، چې یو ولایت پکې نورستان او بل ننګرهار دی.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...