Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپارس ټوډې: د پاکستان د لارو د بندېدو ایران د افغانستان تر...

پارس ټوډې: د پاکستان د لارو د بندېدو ایران د افغانستان تر ټولو په ستر سوداګري شریک بدل کړ

پارس ټوډې: د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ بې‌ساري کمښت، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي دروازې او تر ټولو پر لوی سوداګریز شریک بدل کړی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د سرحدي کړکېچونو زیاتوالی او د پاکستان له لوري د ترانزیټي لارو پرله‌پسې بندول سبب شول چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیتي سوداګري ۹۳ سلنه کمه شي.

د راپور له مخې، د همدې بدلون په پایله کې د ایران اسلامي جمهوریت، چې د افغانستان د ټولو وارداتو نژدې نیمايي برخه برابروي، په رسمي ډول د پاکستان د بندرونو ځای نیولی او د افغانستان د پولې هاخوا د سوداګرۍ اصلي مرکز او تر ټولو مهم سوداګریز شریک ګرځېدلی دی.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر: د افغانستان او پاکستان د پولې تړل د ایران لپاره طلایي فرصت و، خو تهران ترې ګټه وانخیسته

خو له بلې خوا د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سیادت د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۲۹مه) وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدا د ایران لپاره یو طلایي فرصت و، خو ایران ونه توانېد چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې ایران له دې فرصت څخه استفاده ونه کړه، خو ازبکستان یوازې په یوه کال کې افغانستان ته خپل صادرات ۴۱ سلنه زیات کړل.

نوموړي د کرمان د سوداګرۍ خونې په یوه غونډه کې، چې د افغانانو د کارموندنې او پانګونې د ستونزو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې سیال هېوادونه، په ځانګړې توګه ازبکستان، د افغانستان په بازار کې خپله ونډه زیاته کړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګري د ۱۴۰۴ کال د میزان له میاشتې راهیسې، د سرحدي کړکېچونو او د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله، په جدي توګه زیانمنه شوې ده.

په ایران کې د افغانانو د پانګونې لېوالتیا

محمود سیادت وویل، په متحده عربي اماراتو کې د اقتصادي شرایطو او په ترکیه کې د انفلاسیون د زیاتوالي له امله، یو شمېر افغان سوداګرو، چې په دغو هېوادونو کې مېشت دي، اوس په ایران کې پانګونې او فعالیت ته لېوالتیا پیدا کړې ده.

هغه د ایران له چارواکو وغوښتل چې د افغان وګړو لپاره اقتصادي فعالیتونه اسانه کړي او ویې ویل چې د استوګنې اسانتیاوې، د قانوني جوازونو صادرول او د بهرنیو سوداګرو لپاره د ځانګړو دفترونو جوړول کولی شي د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

نوموړي همداراز هغو ستونزو ته اشاره وکړه چې افغان سوداګر او کارګران په ایران کې ورسره مخامخ دي. د هغه په وینا، د تګ راتګ محدودیتونه، په ځینو سیمو کې د فعالیت بندیز، د اړینو جوازونو ترلاسه کولو ستونزې او د استوګنې اړوند خنډونه هغه ننګونې دي چې باید هوارې شي، څو د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري نوره هم پیاوړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...