Homeخبرونهسېلونو کې د نورستان د پارون ښاروال له کارکوونکو او د لومړي...

سېلونو کې د نورستان د پارون ښاروال له کارکوونکو او د لومړي کنډک قوماندان بې درکه دي

 تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه) د نورستان ځايي چارواکي وایي، د نن ورځې سېلابونو کې د پارون ښاروال او کارکوونکي او په دې ولایت کې د لومړي کنډک قومندان سېلونو وړي او جسدونه یې بې درکه دي.

له سیمې ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

د نورستان والي زین ‌العابدین عابد له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان له خپلو همکارانو سره ورک شوي دي.

نوموړی وايي چې دوی په سیمه له خټو او خاورو څخه د جسدونو را ایستل پیل کړي او هڅه کوي چې دولتي کارکوونکي هم پېدا کړي.

تازه د نورستان د کلتور ریاست کارکوونکي فضل الحق خالقیار په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د کنډک قومنداان او د ښاروالۍ یوه تن مدیر چې اوبو وړي وو جسدونه یې وموندل شول، خو د نورو جسدونه لا ورک دي.

تر اوسه په دې سېلونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر له رسنیو سره نه دی شریک شوی خو، عیني شاهدان له تاند سره په خبرو کې وایي چې، لسګونه کسان اوبو وړي او تر خاورو لاندې دي.

دوی زیاتوي چې، تر دې دمه د ۴۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي او د نورو لټون روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...