تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې، سبا سېشنبه د چنګاښ ۳۰مه په ۱۰ ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کوي.
دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، او غزني هغه ولایتونه دي چې د ورښت ات:ل پکې شوی دی.
په خبرپاڼه کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده او همدارنګه په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، لویدیځو او شمالي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شته چې، تېزوالی به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره وي.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، نن د نورستان په مرکز پارون ښار کې د سختو سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه زره مالي زیانونه اوښتي دي.