جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهتعویذ-لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

تعویذ-لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

لمر لا پوره سر نه وه راپورته کړی، چې په منډه منډه د کلا جومات ته ننوته، د کلا مخې ته ګل، ګل ماشومانو لوبې کولې، وروسته ماشومان ډېر شول، د کلي څو سپينږيري هم پيتاوي ته راووتل.

دا له جوماته را ووته، پلو يې پر مخ واچوه بېرته کور ته ننوته.

د کور بام ته وختله، د ګاونډ حويلۍ يې ښه ټوله له سترګو تېره کړه. د بام له سره يې دوه کاغذونه د ګاوند کور ته واچول…

په کوټه کې دننه ځوان له کړکۍ ښکارېده

ښه يې وروکتل ځان سره يې وويل:

– “دا څوومه ورځ وه چې نه و مې ليدلى»

تر هغه د بام پر سر ولاړه وه چې ځوان له کوټې راووت او د کلا له دروازې د باندې لاړ.

له بامه راښکته شوه، د غرمې څه کم دولس بجې وې. هيندارې ته ودرېده، ويښتان يې ږمنځ کړل، سترګې يې تورې کړې او پر زنه يې د رنجو تور حال جوړ کېښود. د کاليو صندوق ته ورغله، هغه کميس يې را واخيست چې تېره ورځ يې همزولو ورته ويلي و چې ډېر ه ښه پکې ښکاري.

راغله، مور ته يې وويل:

– “نن ماسپښين چېرته مه ځه، نه ويل کېږي ميلمانه راشي”

لمر د کوټې کونج ته راورسېده، ځانته يې د چاى پياله ډکوله چې اوبه والوتې، مسکه شوه او د دروازې لوري ته يې وکتل.

“سهار يې د ګاوندي په زوى تعویذ کړى وو”

پاى

1 COMMENT

  1. په دې قصه خو کورټ پوه نه شوم، یا پیچلې ده یا د پوهیدلو نه ده

    په پیاله کې چې چای واچوې اوبه څرنګ الوزي، ههههه

    هغه هلک لکه چې بیخي له شوقه خلاص و، که دغسي نه ده

    دا وروستۍ جمله چې په قوسینو شریفینو کې بنده ده، دا د چا خبره ده؟؟

    مخسد بیخي سر پټي قصې راته مه لیکئ، هسي هم د کال په روستۍ شپه سړی هفته پام غوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب