دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملي امنیت د خبریال رحمت الله نېکزاد د قتل په تور ۲...

ملي امنیت د خبریال رحمت الله نېکزاد د قتل په تور ۲ تنه نیولي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۱) د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې، په غزني کې د افغان خبریالانو د اتحادیې د مشر رحمت الله نېکزاد د قتل په تور ۲ تنه نیولي دي.

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې  نیول شوي کسان حميد الله او عبدالحبیب نومېږي چې، د طالبانو د ۵۰۰۰ زره خوشې شوو بندیانو په ډله کې وو.

سرچینه زیاتوي چې دغه کسان تازه په غزني کې د هدفي وژنو د مسول عبیدالله په نوم د طالبانو له یو ګروپ سره یوځای شوي وو.

ملي امنیت وایي نیول شوو کسانو تر دې وړاندې یو قاضي او د غزني ولایت د مستوفیت دوه کارمندان هم وژلي وو.

سرچینه وايي نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د یادونې ده چې رحمت الله نېکزاد د الجزیرې خبري شبکې او د غزني د خبریالانو ټولنې مشر د روانې جدي میاشتې په ۲ یمه نېټه په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

که څه هم طالبانو د ملي امنیت د دې ادعا په اړه تازه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.

بل لورته افغان خبریالان بیا پر افغان چارواکو له دې امله نيوکه کوي چې دوی نه دي توانېدلي چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی وایي که حکومت د دا ډول پېښو عاملینو ته سخته سزا ورکړي بل به هېڅکله د ورته پېښې جرآت ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب