یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتاسلام‌الدین امیري له یو هندي کلب سره یو ځای شو

اسلام‌الدین امیري له یو هندي کلب سره یو ځای شو

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی اسلام‌الدین امیري د هند فوټبال لیګ کې د ریال کشمیر له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

امیري له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، تېره ورځ په رسمي ډول اعلان شو او د یو کال لپاره یې د ریال کشمیر لوبډلې سره قرارداد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دی له تېرو لسو کالو راهیسي په هند کې د دغه هېواد په فوټبال لیګ کې لوبېږي او په خبره یې له تېر یو کال راهیسې یې له ریال کشمیر لوبډلې سره لوبې کړې دي چې اوس یې په رسمي ډول ورسره قرارداد وکړ.

هغه وایي، له دې یې هدف دا دی چې له ورزش فوټبال وروسته پاتې نه شي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل ځان اماده کړي.

هغه وایي، د راتلونکې کال په مارچ میاشت کې د افغانستان ملي لوبډله له بنګلدېش او نورو هېوادونو سره لوبې لري، د ده په خبره په دې کلب کې به لوبه کول دی دې ته اماده کړي چې د افغانستان په لوبډله کې ښه ولوبېږي او له هېواده ښه استازیتوب وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب