Homeخبرونهلغمان کې هیله راډیو د جواز نه لرلو له امله وتړل شوه

لغمان کې هیله راډیو د جواز نه لرلو له امله وتړل شوه

 تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۱) د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د هیلې په نوم یوه راډیو د جواز نه لرلو له امله وتړل شوه.

مسوولان وایي چې دا راډیو د اترا ادارې په مشرۍ د ګډ پلاوي له لوري وتړل شوه.

د اترا ادارې مسوولان وایي چې یادې راډیو له اوږدې مودې راهیسې په لغمان کې له جواز پرته خپرونې کولې او د دوی له پرله پسې خبرداریو سره- سره یې هم له قانون څخه سرغړونه کوله.

سرچینه زیاتوي چې دوی چهارشنبه د ګډ پلاوي په ملتیا یاده راډیو وتړله او په خبره یې تر جواز اخيستو پورې به تړلې وي.

د دغې راډیو مسوولینو ته هدایت ورکړل شو چې د اترا ادارې د فریکونسۍ جواز ژر تر ژره ترلاسه کړي او له هغې وروسته قانوني خپرونې وکړي.

بل لورته د ولایت ویاند اسدالله دولت زی هم وایي چې هیله راډیو دجواز نه لرلو په خاطر تړل شوې ده.

د یادې راډیو مسوولانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دی زیاتوي دا راډیو به تر هغې تړلې وي کله چې جواز ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...