شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورونا د نوې بڼې د خپرېدو وېره؛ افغانان دې بهرنیو هېوادونو...

د کورونا د نوې بڼې د خپرېدو وېره؛ افغانان دې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه محدود کړي

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۱) د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، په افغانستان کې د کورونا ویروس د نوي ډول د ارزونې ظرفیت نه شته، خو په وینا یې دوی هڅه کوي چې هر څه ژر دا امکانات برابر کړي.

ښاغلي عثماني نن پنجشنبه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا د نوې بڼې خپرېدو ته په اشارې وویل، د دې ویروس نوې بڼه پاکستان ته رسېدلې او له افغانانو یې غوښتنه وکړه چې د یو څه مودې لپاره دې د پاکستان په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه محدود کړي.

د نوموړي په وینا که احتیاط ونه شي ددې احتمال شته چې د یاد ویروس نوې بڼه په افغانستان کې هم ولیدل شي او زیاته یې کړه چې افغانان باید د څلورو اونیو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

هغه وايي، د ملکي هوایي چلند له ادارې یې غوښتي چې د هوایي شرکتونو له لارې دا پیغام شریک کړي څو هغه مسافر چې له بهر څخه افغانستان ته راځي د کورونا له ټسټ پرته دې ورته د سفر اجازه نه ورکوي.

د عامې روغتیا د وزیر په خبره چې د کورونا ویروس دویمه څپه به اوږدمهاله وي، خو په وینا یې چې عامې روغتیا وزارت ورته پوره تیاری لري او پینځه ځانګړې کمېټې یې ورته جوړې کړي دي.

دده په خبره چې دغه جوړې شوې کمېټې په منظمه توګه کار کوي، تر څو یاد ویروس مهار کړي او د خپرېدو مخه یې ونیسي.

جواد عثماني له خلکو وغوښتل چې د روغتیا پالانو لارښوونې مراعت کړي او په غونډو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کورونا ویروس نوې بڼه په انګلېستان کې وپېژندل شوه چې اوسمهال په پاکستان او هند کې هم خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب