شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د ۹۳ کسانو قاتل ومړ

امریکا کې د ۹۳ کسانو قاتل ومړ

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د امریکا د کالیفورنیا ایالت چارواکي وايي، د سمیول لیټل په نامه یو کس چې پخپله يې د ۹۳ کسانو په وژلو اعتراف کړی وو په زندان کې مړ شو.

د کالیفورنیا ایالت چارواکو امریکایي رسنیو ته وویل، ۸۰ کلن سمیول لیټل په امریکا کې مشهور قاتل و چې ډیر کسان يې په پرله پسې توکه وژلي وه.

دغه مشهور قاتل دا کسان د ۱۹۷۰ نه تر ۲۰۰۵ کاله پورې تقریبا په ټولې امریکا کې وژلي و او چارواکي يې په نیولو نه و بریالي شوي.

د امریکايي رسنیو په قول، لیټل په لومړيو کې د سوک وهنې ورزش کاوه، او ډیری میرمنې يې وژلي دي هغه میرمنې چې په مخدره توکو او یا په فحشا کې ښکیلې وې د نوموړي د وژل شوو په لیست کې شاملې وې.

د راپورونو له مخې، ډیری هغه میرمنو چې سمیول لیټل لخوا وژل شوي وې هویت لا معلوم شوی ندی او قضیې یې لا هم ندي څیړل شوي.

سمیول لیټل په زندان کې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د ۵۰ کسانو نومونه واخیستل چې هغه وژلي وه.

دې ادارې تائید کړله چې د سمیول ټولې ادعاګانې د اعتبار وړ دي.

د سیمې پولیس وايي، چې سمیول لیټل د چهارشنبې په ورځ مړ شوی خو د مرګ علت یې تر اوسه معلوم شوې ندی.

دغه مشهور قاتل په ۲۰۱۴ کال کې بندي شو او د عمري قید سزا پرې ختلې وه.

سمیول لیټل د امریکا د اوهایو په ایالت کې غټ شوی چې ښوونځی یې په نیمایي کې پریښود او بې کوره شو.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې وینا پر بنسټ، دې قاتل د مخدره موادو د اخیستو لپاره د دکانونو او نورو ځایونو نه غلاوې کولې.

د سمیول لیټل لومړنی جرم په ۱۹۵۶ کال کې وروسته تر هغه ثبت شو هغه د غلا، دوکې، مخدره موادو او په زور د یو چا کور ته د ننوتلو په جرم ونیول شو.

په هغه دا تور هم و چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې یې د فلوریډا او مسی سی پي په ایالت کې میرمنې وژلې وې خو پدې جرمونو کې مجرم ثابت نشو.

امریکايي رسنۍ وايی، چې پر سمیول ليټل څه موده وړاندې د زړه حمله راغلې وه او د شکر ناروغي یې هم درلوده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب