شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیمن کې د تېرې ورځې برید؛ تراوسه ۲۲ کسان وژل شوي

یمن کې د تېرې ورځې برید؛ تراوسه ۲۲ کسان وژل شوي

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د یمن په عدن هوايي ډګر کې د تېرې ورځې چاودنې او برید له کبله تراوسه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د یمن ښار په عدن هوايي ډګر کې تېره ورځ درنه چاودنه وشوه او وروسته ډزې شروع شوې چې ډېر وخت یې دوام وکړ، راپورونه وایي، په دې چاودنو او بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي، د عدن ښار پر هوايي ډګر په داسې حال کې برید وشو چې له سعودي عربستان د یمن نوې کابینه را روانه وه، څنګه چې د یمن د کابینې غړي په هوايي ډګر کې ښکته شوي سمدستي درنه چاودنه وشوه او له هغه وروسته ډزې پیل شوې.

وروسته تر ډزو کله چې د کابینې غړي ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدل دویمه درنه چاودنه وشوه چې په دې دواړو پېښو کې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.

دغه راز وروسته تر یادو چاودنو د یمن حکومت رسنیو ته وویل، چې په دې پېښو د کابینې کوم غړي او یا هم بل دولتي چارواکي ته زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده چې په یمن هېواد کې له څو کالو راهیسي ناامنۍ روانې دي او د افغانستان په څېر د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې مرکز ګرځېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب