شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزیر جواد عثماني له دندې لرې شو

د روغتیا وزیر جواد عثماني له دندې لرې شو

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۱) د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له دندې ګوښه شوی دی.

ښاغلي عثماني رسنیو ته په یوه استولي وېډېوي پیغام کې ویلي چې ولسمشر غني ورڅخه پرون د استعفاء غوښتنه کړې وه، خو ده ونه کړه او د سیاسي دسیسې ښکار شو.

نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، د چارو ادارې له خوا په داسې حال کې  زما د استعفا منلو مکتوب را ورسید چې ما له خپلې دندې استعفا نه ده کړې.

د ښاغلي عثماني په فېسبوک پاڼه، له دندې څخه د نوموړي د استعفاء لامل په روغتیا وزارت کې د پراخ فساد لامل بلل شوی دی.

نوموړي نن پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې له دندې نه دی لرې شوی، خو دده پر وړاندې سیاسي دسیسه جوړه شوې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او یا هم د چارو ادارې تر دې دمه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ د افغانستان لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د عامې روغتیا د وزیر د دوو خپلوانو په ګډون د دغه وزارت څلور کارکوونکي د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي دي.

تر اوسه لا په ډاګه نه شوې نه ده چې دغه کسان د روغتیا وزارت د کومې برخې کارکوونکي دي.

احمد جواد عثماني څه موده وړاندې د فېروز الدین فېروز پر ځای د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی و، چې په روانه ډیسمبر میاشت کې ولسي جرګې د باور رایه ورکړه او رسماً د وزیر په توګه اعلان شو.

احمد جواد عثماني نوې کابینې لپاره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور له خوا ولسمشر غني ته معرفي شوی و.

1 COMMENT

  1. چې عثماني د عطا نور په شان یوه غله او رشوت خور سړي معرفي کړی وي، بیا خو به خود عثماني د خپل ورو په مټ رشوت اخستلو ته لاره جوړوي. رشوت، چور، غلا او غصب اوس په داسې ناسور بدل شويې له مینځه وړل یې د دې کمزوري حکومت له وسه وتلې خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب