تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) د فلسطین د مقاومت ډلې حماس اعلان وکړ چې خلیل الحیه یې د تنظیم د نوي عمومي ريیس او د سیاسي دفار د رييس په توګه ټاکلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حماس دا خبر په یوه رسمي اعلامیه کې خپور کړی. خلیل الحیه تر دې وړاندې هم د حماس په سیاسي مشرتابه کې مهم رول درلود.
حماس د جولای په ۶مه په غزه کې د خپلې ادارې د منحل کېدو اعلان کړی و. د دې ډلې په وینا، دا پرېکړه د جګړې له پای وروسته په غزه کې د یوې ملکي ادارې د جوړېدو لپاره د امریکا په ملاتړ د یوه پلان په چوکاټ کې شوې ده.
حماس ویلي و چې دوی چمتو دي اداري واکونه د فلسطین د تخنیکي متخصصانو یوې ملي کمېټې ته وسپاري، خو د وزارتونو او دولتي ادارو کارکوونکي به خپلو دندو ته دوام ورکړي، او امنیتي او پولیسي چارې به د حماس په واک کې پاتې شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوي پلان له مخې، په غزه کې د یوې غیرنظامي او ملکي ادارې د جوړولو وړاندیز شوی، چې د څارنې لپاره یې د سولې بورډ (Board of Peace) جوړ شوی دی. دې بورډ د حماس د اعلان په غبرګون کې ویلي چې پرېکړې به د عملي اقداماتو پر بنسټ وشي.
له بلې خوا، اسرائیل د حماس دا اقدام رد کړی او هغه یې یوازې «ډرامه» بللې ده. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون ساعر ویلي، تر هغو چې حماس خپلې وسلې نه وي سپارلې، هېڅ ملکي اداره به د دې ډلې له نفوذه ازاده نه وي.
په ځواب کې حماس پر اسرائیل تور پورې کړی چې د اوربند تړون یې مات کړی او ویلي یې دي چې تر هغو به خپلې وسلې ونه سپاري، څو چې پر غزه بریدونه په بشپړ ډول ونه درېږي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې وروسته، غزه تقریباً ټوله ورانه شوه، لسګونه زره فلسطینیان ووزل شول او میلیونونه نور بېځایه شول.
اسراییل دا سترې بې رحمۍ وروسته له هغه وکړې چې د حماس سختدریځو په اسراییل کې پر ملکي خلکو په برید پلمه په لاس ورکړه.