Homeخبرونهد نورستان په سېلونو کې تر ‍۱۰۰ ډېر کسان اوبو وړي، د...

د نورستان په سېلونو کې تر ‍۱۰۰ ډېر کسان اوبو وړي، د ۴۰ مړي موندل شوي

 تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۹مه) د نورستان د والي ویاند، فریدون صمیم رسنیو ته ویلي چې، په پارون ښار کې د نننیو سېلونو له امله د دوو کورنیو سیلانیانو په ګډون ۱۰۵ تنه بې درکه دي.

د صمیم په خبره، په نادرکه شویو کسانو کې د پارون ښاروال او د هغه دوه ساتونکي هم شامل دي.

صمیم زیاتوي، تر اوسه یوازې د ۹ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

دا سېلونه چې له سختو ورښتونو وروسته راوتلي، د پارون ښاروالۍ ودانۍ، مېلمستون او ګڼ شمېر دوکانونه ویجاړ کړي دي.

په ورکو شویو پسې د لټون عملیات روان دي.

تازه له نورستانه ځينو سرچینو بیا تاند ته وویل چې، د پارون د ښاروال او شپږ ملګرو جسدونه یې هم وموندل شول.

سېل د ښاروالۍ ودانۍ او همداراز د لومړي کنډک ودانۍ او تاسیسات یومخ ویجاړ کړي دي.
د نورستان والي له مرکز څخه د فوري مرستې غوښتنه کړې ده.

هره شېبه د بې درکه شویو کسانو مړي موندل کېږي او ځايي اوسیدونکي وايي چې تراوسه د شاوخوا ۴۰ تنو مړي موندل شوي دي.
دا سېلونه د دوشنبې د ماسپښین له درو بجو پیل شو او د هوا اټکل ښيي چې سبا به هم بارانونه دوام وکړي.

سېلونو کې د نورستان د پارون ښاروال له کارکوونکو او د لومړي کنډک قوماندان لادرکه دي

دا سېلونه په داسې مهال راوتلي چې، تازه د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې، سبا سې‌شنبه د چنګاښ ۳۰مه په ۱۰ ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شته دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه اټکل کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، او غزني ولایتونه شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...