Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: امریکا پر ایران پراخ هوايي او ځمکني برید ته تیاري...

واشنګټن پوسټ: امریکا پر ایران پراخ هوايي او ځمکني برید ته تیاري نیسي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې متحدایالتونه او ایران د یوې پراخې پوځي جګړې په درشل کې دي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه لا هم روان دي، په شخړو کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر زیات شوی او د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

«د پراخې جګړې لپاره چمتووالی نیسو»

ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، لیکلي چې واشنګټن «د یوې پراخې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.»

د هغه په وینا، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په سیمه کې د خپلو پوځي الوتکو حضور پیاوړی کوي، څو د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو احتمال ته چمتو وي.

خو دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې د امریکا د لرې واټن ویشتونکو مهماتو او هوايي دفاعي سیستمونو زېرمې مخ په کمېدو دي. هغه زیاته کړې چې د ځینو پوځي تجهیزاتو د زیانمنېدو له امله د نورو ځواکونو او الوتکو د استولو وړتیا هم محدوده شوې ده.

هغه ویلي: «موږ د عملیاتو د خوندي دوام لپاره کافي امکانات نه لرو، او زه فکر نه کوم چې سپینه ماڼۍ د دې ستونزې له اصلي ابعادو بشپړه خبره وي.»

د ځمکنۍ مداخلې په اړه خبرداری

واشنګټن پوسټ د مایکل آیزنشتات، چې په واشنګټن کې د نژدې ختیځ د پالیسۍ په انستیتیوت کې د پوځي او امنیتي مطالعاتو مشر دی، له قوله لیکلي چې که امریکايي ځواکونه د ایران خاورې ته داخل شي، نو د ایران د توغندو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له جدي ګواښ سره به مخامخ شي.

هغه خبرداری ورکړی چې په ثابتو پوځي اډو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول به هغوی په اسانه هدفونو بدل کړي.

بل لور ته، داني سیترینوویچ، چې د اسرائیل د ملي امنیت د مطالعاتو په انستیتیوت کې د ایران د چارو کارپوه دی، ویلي هر ډول ځمکنۍ مداخله ښايي جګړه نوره هم پراخه کړي او ایران او د هغه متحدې ډلې دې ته وهڅوي چې د توغندیو او ډرونونو بریدونه زیات کړي، د هرمز تنګي کې ماینونه کېږدي او په سیمه کې امریکايي اډې په نښه کړي.

د امریکا د بریدونو پراخېدل

متحدوایالتونو د دوشنبې په ورځ خپل بریدونه د ایران نورو سیمو ته هم وغځول او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو یې بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې بوشهر هم شامل و، چې د ایران اتومي بټۍ پکې موقعیت لري.

په مقابل کې، تهران د خلیج د ځینو عربي هېوادونو او اردن پر ضد بریدونو ته دوام ورکړ او د هرمز تنګي په سیمه کې یې پر دوو تېل وړونکو بېړیو د برید مسوولیت هم پر غاړه واخیست.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په ایکسپاڼه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د ایران د پوځي قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع پوستې، د ساحلي څارنې سیستمونه، سمندري پوځي وړتیاوې، د توغندیو او ډرونونو د توغولو مرکزونه او مخابراتي شبکې په نښه کړې دي.

سنتکام ویلي، د دغو بریدونو هدف دا دی چې د هرمز تنګي له لارې پر سوداګریزو بېړیو او په دې اوبلاره کې د ملکي تګ راتګ د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې شي.

دا بریدونه وروسته له هغې کېږي چې هغه موقتي اوربند، چې یوه میاشت وړاندې لاسلیک شوی و، مات شو.

د امریکا او ایران ترمنځ روانې نښتې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر سیالي لا پسې شدیده کړې، د انرژۍ د نړیوالو اکمالاتو بهیر یې اغېزمن کړی او د نړیوال انفلاسیون د زیاتېدو اندېښنې یې راپارولي دي.

د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو ټول شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی او تر ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

1 COMMENT

  1. یوبل سره ښه وخورئ، موږ به مو سیل کوو. همغه فاشیست ایران چې له کابل یې مسلخ جوړ کړی و، ١٩٩٢ کې او ٢٠٠١ کې د امريکا بی ٥٢ ته د افغانستان نقشه دوه لاسي نيولې وه. او هماغه امريکا چې ٢٠ کاله يې پر افغان وطن ماجر کولابي سمرقندي ک فروشان واکمن کړي وو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...