دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+شوقي سړی چلي سړی / ع. س 

شوقي سړی چلي سړی / ع. س 

دوی دواړه  هره ورځ دې پارک ته راځي. د پارک منځ نه یوازې په ښایسته ګلانو پسوول شوی دی، څو واړه ډنډونه یې هم په منځ کې آباد دي. د ډنډونو په منځ کې لامبو وهونکې مرغابۍ او د اوبو له پاسه الوتکونکي مرغان پارک لاپه زړه پورې ګرځولای دی. د پارک یوې غاړې ته کورونه آباد دي. خو درې خواوې یې رنګارنګ ونو لکه غرنۍ ځنګل پوښلی دی.

دواړه مخکې له دې چې منډې او تېز پلي مزل ته ځان چمتو کړي، اول د واړه ځنګل منځ ته بولو ته ځي. خو نن له غفار سره عجیبه پېښه وشوه. همدا چې ځنګل ته ننوت او لا یې د پتلانه تڼۍ ته ګوتې نه وې وروړې، ناببره یې څنګ ته نږدې ناببره غږونه واورېدل. ښځینه غږ وویل:

– ژر کوه چې تښتو!

غفار د غږ لور ته مخ ور واړوه، ویې لیدل چې دوه غنمرنګې جوړې، تنکی هلک او نجلۍ پرانیستې تڼۍ د ونو له منځه د تېښتې لار خپلوي. ځوان له وېرې له یوې ونې سره سر وواهه. 

غفار مخکې له دې چې هغوی له لویو بوټو او ځنګلونو ووځي، پخپله له ونو او بوټو له منځه راووت. له ځانه سره یې وویل: 

– ولې یې مزاحمت وکړم؟

چې څنګه سرک ته راووت، ملګرې یې حامدله ورایه ور غږ کړ: 

– څنګه دومره په بیړه راووتې؟

دی وخاندي لکه پخپل کلي کې چې وي، او کومه نادره وویني، په خوله لاس کېږدي، ملګري ته رانږدې شي، لکه ملګری یې چې کوڼ وي، غوږ ور نږدې کړي:

– پوهېږې، څه مې ولیدل؟ 

ملګری یې په هېښتیا وپوښتي: 

– څه؟

دی وخاندي: 

– هلک او نجلۍ. 

ملګری یې ولي وښوروي: 

– هلک او نجلۍ 

دی ځواب ورکړي: 

– هو تنکي ځوانان وو یوه د بل تنۍ پرانیستې، او خوله په خوله چې زما په لیدو یې هر څه ودرول. 

ملګری یې شونډه راوباسي: 

–  نو څه دا خو دلته عادي خبره ده؟ 

– عادي خبره خوده، خو دوی چې عادي خلک نه وو. نه انګریزان وو او نه نور اروپایان. راته ښکارېدل چې یا وطنداران وو او یا په غالب ګومان پاکستانیان. 

ملګری ېې  چې پېښې ته ګوته پر غاښ و، د پېښې پوره تفصیل وغوښت:

– ښا کیسه وکړه. 

ده وخندل:

– د څه شي کیسه وکړم؟ مزاحمت مې ورته وکړ، لوبه مې ورته ګډه وډه کړه. 

ملګري یې وویل: 

– نو لاړل؟ 

– لاړل که پاتې شول، زه ترې راغلم. خو له لرې مې ور غږ کړ چې خپل کار کوئ. 

بیا یې وویل، پوهېږې دې پېښې خپل کلی او ځواني را په یاد کړل، هغه ورځ یې را په یاده کړه چې د جوارو په یو پټي کې له یوې کلیوالې نجلۍ سره په همداسې یوه لوبه بوخت وم او لالا راباندې راغی. لکه بم چې مې مخ ته وچوي، ټول وجود مې ولړزېد، وېرې ونیوم. 

ملګري یې هم ورته کیسه وکړه: 

– ښاښا په ما هم ورته کیسه وشوه. اوس دا راته ووایه چې لالا دې بیا څه درسره وکړل؟ 

ده وروځې کش کړې: 

– څه یې راسره وکړل، په مرګ یې ووهلم. خو پوهېږې څه وشول؟ 

ملګري یې ځان ور نږدې کړ: 

– څه؟ 

د ده خوله چینګه وینګه شوه، په کړس کړس یې وخندل: 

– بله ورځ مې په خپله لالا د دې نجلۍ له مور سره زموږ په باغ کې لکه غل لاس په لاس ونیو. 

ملګري یې لاسونو ته ټس ورکړ: 

– دا څه وايې؟ نو تا بیا له لالا سره څه وکړل؟ 

ده په څنګ ور وکتل: 

– ما له لالا سره څه کولی شوای؟ لالا خو نو لالا و. خو پوهېږې څه وشول؟  لالا له هغه راهیسې زما له څاره د تل لپاره لاس واخیست. اوس نه له هغه ویرېدم او نه شرمېدم خو هغه به له ما داسې شرمېده، لکه زما په وړاندې یې چې زموږ له کوره غلا کړې وي. 

ملګري یې وستایه: ښا آفرین! ښا بیا هغه نجلۍ څنګه شوه او مور یې؟

ده ژبه پر شونډو ووهله، ویې خندل: 

– بیا ما او لالا زوم او خسر شو. لور یې زما ملګرې شوه او مور یې د لالا. 

ملګري یې وپوښتل: 

– نو لالا دې واده نه درلود؟ 

ده ځواب ورکړ: 

– ولې نه؟ خو پوهېږې چې بیا څه وشول؟ په لالا بدبخته مې مېرمن خبره شوه. هغې په کور کې رسوايي جوړه کړه. 

– ښا ښا نو بیا دې لالا له هغې سره یارانه وشلوله که څنګه؟ 

ده سر وښوراوه: 

– هو. خو پوهېږې لالا مې یو کال وروسته بله کونډه پيدا کړه او پوهېږې چې له هغې سره زموږ د جوارو په پټي کې چاخوله په خوله ونیو؟ 

ملګري یې حیران ور وکتل: 

– چا؟ 

– پلار مې. 

ملګري ېې اخ کړل:

-پلار دې ؟

بلې پلار مې ، اوچې پوه شو. چې لالا مې له پردیو ښځو لاس نه اخلي او په یوه مېرمن بسنه نه کوي. دستي یې بل واده ورته وکړ. 

ملګري یې غاړه هسکه ونیوه د ده لالا ورته جالب کس په نظر ورغی، ویې ویل: 

– ښا آفرین، اوس دې لالا چېرته دی؟ څو کلن دی اوس؟ 

دی وخاندي، د لالا په ستاینه شي: 

– لالا خو نو لالا دی، شپېته کلن دی، خو اوس هم له هغه زوره لا نه دی لوېدلی. 

ملګری یې مخ ور واړوي: 

– هغه څنګه؟ ښا آفرین. 

دی په خوند د هغه نکل را واخلي: 

– لا هماغسې مست او شوقي دی. پروسږ ېې د حج لپاره پنځه زره ډالر رانه وغوښتل، خو پوهېږې څه یې وکړل؟ 

– څه؟

– په هماغو پیسو چې ور ومې لیږلې  دریم واده وکړ او په حج یې لویه تیږه کېښوده. 

ملګري یې لکه اتڼ ته چې ځان جوړوي ځای پرځای ټوپ واچاوه، له لاسونو یې پړکا وویسته: 

– ښا آفرین! دی نو یوازې شوقي نه دی، چلي هم دی چې د حج په پلمه یې په پيسو بل واده وکړ. 

له دې سره دواړو په کړس کړس وخندل.

لندن – یدینګ 

جون -٢٠٢٣

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب