چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبایډن د القاعدې خلاف ورسره د طالبانو د مرستې خبر ورکړ

بایډن د القاعدې خلاف ورسره د طالبانو د مرستې خبر ورکړ

تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه)  د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په تازه وینا کې د القاعدې ډلې خلاف ورسره مبارزه کې د طالبانو د مرستې خبر ورکړی.

نوموړي په یوه وینا کې وویل، چې ده مخکې هم د القاعدې خلاف ورسره د طالبانو د مرستې ویلي وو.

بایډن نه دي ویلي، چې طالبانو ورسره مشخصاً د القاعدې پر وړاندې مبارزه کې څه مرسته کړې ده.

طالبانو د بایډن د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، چې د هغه خبرې په افغانستان کې د شلو جنګي ډلو د موجودیت ادعاوې ردوي.

په ټولنیزو او نورو رسنیو کې یو شمېر افغانانو ویلي، چې د بایډن څرګندونې له طالبانو سره د امریکا د پټو معاملو څرګندونکی دی.

بایډن دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو څو میاشتو کې نوموړي د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړی و.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوموړي په وژل کیدو کې د یو شمېر طالب مشرانو د همکارۍ خبر ورکړی و.

2 COMMENTS

  1. د امپریالیزم _ صهیونیزم په قلم لیکل سوی د غولوونکی او تیرایستونکی تئاتر یوه خندوونکی صحنه:
    امریکائیانو هم د القاعده د مشر د نیولو یا وژلو پر سر لس میلونی جائزه ټاکلی وه او هم ئی د حقانی شبکی د مشر ( اوسنی د کورنیو چارو وزیر یعنی خلیفه ساب) پر سر لس میلونی جائزه ټاکلی وه خو اوس ئی دواړی جائزی هغوی دواړو ( د القاعده مشر او خلیفه ساب ) ته ور کړی دی.

  2. محترم غلام حضرت صاحب د امریکا غولونکیو سیاستمدارانو همیش د داسی چټلو سیاستونو څخه کار اخیستۍ دی او دوی فکر کوی چی خپل چټل او کثیف سیاست د ډالرو په زور خنثی کولای شی ، طالبان په پنجابی پاکستان کښی د امریکا ډالرو باندی تربیه شوی دی او امریکا همدا تربیه شوی تش پر نامه طالبان ( اصلآ دوی د امریکا اصلی غلامان دی )دوه ځلی په مسخره ئی شکل سره کابل ته راوستل او دوهم ځل ددوی دا مسخره ګی حرکت شرموونکۍ وو !!!!
    د امریکا معتبرو غلامانو ( ساختګیو طالبانو ) تر څنګ نوره رنګا رنګ غلامان هم لری او دامریکا په هدایت سره ددوی مسخرګی تیښته دا څرګنده کړه چی امریکا دانګلیس په ملا تړ ارزو نلری چی افغانان په خپلو پښو ودریږی او افغانستان باید په عصری شکل ( د خپلو غلامانو له خوا ) سره دوامداره مستعمره شی او دوی د نیمه مرتجعو منورو افغانانو مینځ کښی د جاسوسانو تر څنګ د بی اتفاقی بیماری هم تقویه کړی دی او دا هم ورته ثابته شوی دی چی د غلامو ساختګیو طالبانو را تګ سره بی سواده ملت د اسلام تر شعار لاندی کاملآ مطیع دی دا ددوستانو هلو ځلو جریان کښی پوره څرګنده شوی دی اما بیا هم امید موجود دی چی د امریکا دا کثیف چټل سیاست په راتلوونکی کښی نه یوازی رسوا کړۍ شی بلکه له میمنځه یووړ شی !!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب