زه به د خپل زېږد ځای یعنې غزني ښار د اختریز دود په اړوند له تاسې سره وغږېږم. د غزني ولایت زیاتره دودونه له نورو سیمو سره ورته والی لري. او ځينې دودونه یې ځانکړي دي. څو ورځې مخکې د اختر لپاره چمتوالی نیول کېږي. ښځې د اطاقو دیوالو او برنډې چې موږ ورته په خپله لهجه کې چوترې ورته وایو په خاورو را سپینوي. زموږ په سیمه ییز لهجه ورته اشوکول وایی. ټول دېوالونه او چوترې اشوکوي.
زموږ په سیمه کې د اختر لپاره له خټو څخه وړې ګلدانیانې جوړوي. په هغه کې ځینې شنه بوټي او ګلان کري. او د کور مېرمنې هماغه ګلدانۍ په چرمو، مریو او اینو سره ډیزاین کوي.
د کور مشران د ښځو او ماشومانو د کالیو لپاره ټوټې اخلي. د کورنۍ ټول غړي ځانونو ته جامې جوړوي. نارینه د جامو تر څنګ نوې خولۍ، لونګۍ واسکټ او لوی څادرونه جوړوي. ښځې بیا په لاس جوړ کړي ټیکري، جامې او غاړې جوړوي.
پېغلې خپل لاسونه د ګوتو تر اخري بندونو پورې په نکریزو سرې کوي. که چېرته یې یې نیمایي ګوتې سرې کړې وي او نیمې پاتې وي، نو بیا د پېغلو تر منځ داسې پېغوریږي، چې ښایي نکریزې یې کمې راوړې وي یا یې هیڅ نه وي راوړې. او تر څنګ یې کوژدن شوې پېغلې د خپلې خسرګنۍ لپاره ډالۍ چمتو کوي، چې په خپل لاس یې چمتو کړې وي. یعنې مېړه ته په لاس کړی یخن ، خسر لپاره جامې، لېوره ته په لاس کړی څادر، ایندرور او خواښې ته جامې جوړې کړې وي. لستوڼي او ګنډونه یې تیار شوي وي، چې زموږ په لهجه کې ورته د ولو او ګرېوانو جامې وایې. دا جامې په چرمو، زرتارو، مریو، د وون په تارونو، خامک او په بیلابیو ګلدوزیو سره ګنډل کېږي. له ځان سره یې ږدي، تر هغه وخته چې خسرګنۍ یې هم اختری ورته راوړي. خسرګنۍ یې په اختریزه ډالۍ کې د نجلۍ لپاره په لاس جوړ شوي څو جوړه جامې، د سینکار توکي، نکریزې، بنګړي، رانجه او داسې نور راوړي. دواړه خواوې خپلې ډالۍ په ځانګړو دستمالو کې چې نخود، کشمش، په اور سره کړي غنم او چاکلیټ دي غوټه کوي. يو او بل ته یې ورکوي.
د اختر په سهار د کورنیو له غړو څخه یوازې ښځې مخکې له لمانځه څخه راپاڅېږي. تنورونه اچوي، کورنۍ کلچې، فریني، مربا او جای تیاروي. هګۍ جوشوي، غنم دانې سرې کوي. ترڅو چې ښځې له خپلو کارونو را خلاصیږي. ښځې په کورونو او نارینه په جوماتونو کې لمونځونه ادا کوي. د لمانځه وروسته ټول اختر مبارکي سره کوي. ځینې خلک د اختر لمانځه وروسته دنږدې خپلوانو قبرونو ته ځي بېرته جوماتونو ته را ستنیږي. یو عمومي دسترخوان هواریږي. له کور څخه چې هر څه چمتو شوي وي جومات ته وړل کېږی. وروسته خپلو کورونو ته ځي. اختر مبارکي کوي.
په ځانکړو سیمو کې ځوانان مېلې کوي. غېږې نیسي، نېزه بازي کوي، ډولونه وهي، او اتڼوڼه کوي. ماشومان بیا چامغز جنګي، هګۍ جنګي، خوسی او بېډۍ کوي. بېډۍ یوه لوبه ده چې توشلو ته ورته کېږي. وړې ماشومانې ډلې ډلې کورونو ته ځي، چې په اختري کې دسمالونه ورکول کېږي. چې په هغه کې مېوه لکه نخود، کشمش، چاکلېټ او د سره کړو غنمو دانې وي چې موږ ورته نینې وایو. پېغلې بنکړي اچوي، رنګارنګ کالي اغوندي او په لاسو جوړ کړي چوټي ګلان ویښتو کې بندوي او سینګار کوي. ډله ډله کورونو ته ځي، اختر لمانځي.
د ښځو اختر په درېيمه پیليږي، مېلمستیاوې کوي، د څو کورو ښځې په یو کور کې راټولیږي، چمبې وهي او اختر لمانځي. دا چې نړۍ د بدلون په حال کې ده، په همدې تړاو د پخوا په پرتله په وروستیو کلونو کې په دودونو کې بدلون راغلی ده. پخوا به پېغلو تر اخري بنده ګوتې سرې کولې خو اوس په لاس نقشونه اچوي. او ښځې یوازې میلمستیاوو ته ځي، چمبې نه وهي.
یادونه: د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اختر په مناسبت، د سیمه ییزو دودونو په هکله د لیکنو او خاطرو لړۍ پیل کړې ده چې د دوی د خواله رسنیو پر پاڼو یې هم لوستلی شئ.
بیخې ماشاءالله!
زه هم خپله د زابل د شاه جوی یم، څرنګه چې زابل له غزني ولایت سره سرحد لري په خاص ډول شاه جوی چې غزني ته نږدې پرته ولسوالي ده؛ تر ډېره یې دودونه او رواجونه یو ډول دي. آغلې فرزانې چې کوم دودونه او رواجونه یاد کړي زموږ د ولسوالي زیاتره دودونه ورسره یو شان دي او موږ هم په همدې ډول اختر لمانځو.