چهارشنبه, مې 15, 2024
HomeخبرونهWFP: له اکتوبر وروسته له افغانستان سره د مرستې پیسې نه لرو

WFP: له اکتوبر وروسته له افغانستان سره د مرستې پیسې نه لرو

تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه) په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې خبرداری ورکړی چې د اکتوبر میاشتې تر پایه له افغانستان سره د خوراکي توکیو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچینې ختمیږي.

د افغانستان لپاره د WFP رییسې هیسو وی لی رویټرز ته وویل: “موږ کولای شو د څو میاشتو لپاره پنځه ملیونه خلکو ته خدمت وکړو، مګر له هغې وروسته، موږ سرچینې نلرو.”

هغې زیاته کړه چې دا حالت د دوی د مرستو په وضعیت کې “بیړنیتوب” ښیي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اټکلونو له مخې، د اوسنۍ بودیجې او په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مرستې کونکو هیوادونو لخوا ژمنه شوې مالي مرستې سره، د خدماتو کمښت د اګست په میاشت کې پیل کیږي، په سپټمبر کې نور هم کمیږي او پای ته رسیږي.

 د اکتوبر میاشت په افغانستان کې د ژمي له پیل سره سمون خوري.

هغه وايي چې دغه سازمان د اوس او د راتلونکي کال د مارچ تر پايه (پسرلي) شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو پر کار له سختو بندیزونو سره مخ دي.

مېرمن وېلي تر دې مخکې په لندن کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک د شپې له خوا لوږه خوب کوي.

طالبانو د خوړو نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اختر لمانځه پر مهال بهرني هېوادونه په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د شدت په اړه په تبلیغاتو تورن او ادعا وکړه، چې په داسې خبرو افغانان له هېواده بهر ته تلو ته هڅول کیږي.

یو  شمېر شنونکي بیا د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت خطرناک بولي او برعکس طالبان په دې اړه په کاذب ډاډ خپرولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب