تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه) د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې افغانستان سږ کال په اتم ځل بیا هم د نړۍ د ناامنو هېوادونو په سر کې دی.
د دې بنسټ څېړنو دا هم ښودلې چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې، د ترهګریزو پېښو کچه ۷۵ سلنه او له امله یې اوښتي تلفات ۵۸ سلنې ته راټیټ شوي، خو بیا هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې کمه سوله لري.
د راپور په یوه برخه کې د افغانستان امنیتي وضعیت د طالبانو او داعش خراسان څانګې تر منځ د نښتو له امله ناڅرګند ګڼل شوی دی. د یاد بنسټ په باور په ټول افغانستان کې اوس هم تاوتریخوالی دوام لري.
د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې، افغانستان، لیبیا او عاج سواحل د هغو ۵ هېوادونو په نوملړ کې راغلي چې د سولې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.
دې اسټراليايي بنسټ، د افغانستان او نورو هېوادونو د سولې او امنیت وضعیت ارزونه د ترهګرۍ، کورنیو او نړۍوالو شخړو، کډوالۍ، له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو، د وسلې قاچاق او سیاسي بېثباتۍ پر بنسټ کړې ده.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ټینګار کوي چې په هېواد کې ترهګریزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټیټې شوې دي او پهدې اړه د دې انسټېټیوټ موندنې ناسمې بولي.
یو شمېر شنونکي باور لري، چې افغانستان په فزیکي لحاظ تر پخوا امن شوی، خو شته وضعیت د اقتصادي ناورین او نورو ننګونو له امله لړزانده دی.