تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه) د طالبانو د رژیم دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجیکستان او ازبکستانه وغوښتل، چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال دغو هېوادونو ته د افغانستان لېږدول شوې چورلکې دوی ته وسپاري.
د طالبانو د یاد شوي وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي دغه الوتکې د افغانستان د خلکو مال بولي او ټینګار کوي چې دغه الوتکې به له تاجیکستان او ازبکستانه بېرته واخلي.
ازبکستان او تاجیکستان ته د لېږدول شویو دغو چورلکو کره شمېر نه د طالبانو رژیم او نه نورو سرچینو تراوسه مشخص کړی.
د ځينو راپورونو پر بنسټ، کابو ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.
یادې چورلکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال د دوی له لوري افغانستان ته ورکړل شوې وې.
تر دې مخکې، امریکا اعلان کړی و چې د جمهوریت د وخت چورلکې او الوتکې به طالبانو ته ور نهکړي.
تاجکستان او ازبکستان باید په دی پوه شی چی هغه د افغان ملت سرمایه ده او امانت باید وساتل شی هر وخت چی د افغان ملت تری غوشتنه وکړه باید ورته تسلیمی کړی اوس باید په هڅ صورت د پنجاب غلامانو ته ورنکړی دوی غواړی چی د افغانستان زاړه اډوکی هم پنجاب نه تسلیم کړی د افغان ملت باید په یو اواز دوی ته نه ووایی او ملګری ملتونه باید دوی په رسمیت ونه پیژنی تر هغو پوری چی دوی په اثبات ورسوی چی دوی د ای اس ای پوری تړلی نه دی او ملا خینزیر د موږک له سوری راوځی او خلکوته ځان شکاره کړی او له ټول ولس نه بخښنه وغواړی او په همدی ارتباط بیا هم له هند نه مننه چی سفیر نه ټاکی