تاند: ( جمعه، د سرطان نهمه) د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وایي، هېواد یې د نظام له ړنګیدو وروسته هم په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک حضور ته دوام ورکړی.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې وویل: اوس هم هغه څه لرو چې مخکې مو په افغانستان کې درلودل. له همدې امله، موږ پریکړه کړې چې هلته یوازې سفارت پرانیستی وساتو، پرته له دې چې سفیر ولیږو.
هغه دې ته په اشارې سره چې ډيلي د ډېرو هېوادونو په څېر چې له افغانستانه يې خپل سفيران بېرته لېږلي، داسې نه دي کړي، خو ټينګار يې وکړ چې هند له افغانستان سره خپلې بشري مرستې نه دي بندې کړي.
جی شنکر وویل: موږ دا کار د ډیرو هیوادونو په څیر نه دی کړی چې خپل سفیران یې افغانستان ته راستانه کړي، بلکې موږ له پیله له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې او دغه هیواد ته مو د واکسینو او همدارنګه هغه روغتون ته چې کلونه وړاندې مو هلته تاسیس کړی وو، چمتو کړی دی. موږ درمل لیږو.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د هند استازي او کارکوونکو ته به هېڅ ډول ګواښ نه وي.
هغه زیاتوي، چې دغه هېواد دې خپلې سفارتي او نورې اړیکې له کومې اندیښنې پرته پراخې کړي.
د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ډېرو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او سفیران یې وویستل، خو هندوستان له هغو هېوادونو دی، چې خپل سفارت یې د سفیر له بیرته استولو پرته پرانیستی او په هندوستان کې یې افغان سفارت طالب رژيم ته نه دی سپارلی.