Homeخبرونهد ترکيې سرحدي ساتونکو ۲ افغان کډوال ووژل

د ترکيې سرحدي ساتونکو ۲ افغان کډوال ووژل

تاند: ( جمعه، د سرطان نهمه)  د ترکیې – ایران له پولې د ایراني رسنیو راپورونه وایي چې ترکي پوله ساتونکو، خپلې خاورې ته په نا قانونه توګه اوښتونکي ۲ افغان پناه غوښتونکي وژلي.

سرچینې وایي، د افغان پناه غوښتونکو یوې ډلې د قاچاقبرانو له دروغجنې وعدې سره د ترکیې خاورې ته د ننوتو هڅه کوله چې ویل یې د لوی اختر په شپو او ورځو کې به د پولو ساتنه کمه شي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې شاوخوا ٢٥٠ افغان کډوال شامل وو، چې د ډزو په پايله کې یې دوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

له ترکیې څخه یوه شړل شوي تازه دمه افغان کډوال ترکیې ته په ناقانونه توګه د افغان پناه غوښتونکو د اوښتو په اړه ویلي: قاچاق وړونکي کډوال د پولې صفري نقطې ته له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ کسانو په لویو ډلو کې د اغزن سیم په پرې کولو سره لیږي. په تارونو او زینه ایښودلو سره لاره بندوي او له پولې د تیریدو زمینه برابروي خو د ترکیې د پوله ساتو ځمکني او هوايي څارنې او د هغوی ډزې هر وخت د ګڼ شمیر مهاجرینو د وژل کیدو او ټپي کیدو سبب کیږي.

د ترکیې حکومت او د طالبانو رژيم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې له ترکیې څخه د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند راپورونه بیا زیات شوي.

1 COMMENT

  1. turkey /iran&pakistan are tree islamic country.
    they are very bad country ,,this country are jail for afghans.
    in the world many noun islamic country 1000 time better from Iran/pakistan&turkey.
    laanat on this islamic countries,
    usa/kanada Australia are good for afghanimigrant/they have humanity sense.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...