تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، په داسې حال کې چې لا هم په سلګونو زره افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، د سیمې بېثباتۍ، د سرحدونو بندېدو او اوږدې بدیلې ترانسپورتي لارې افغانستان ته د خوراکي مرستو رسول ډېر پېچلي کړي دي،.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لارې څو ځله د سیمهییزو محدودیتونو، لوژستیکي ستونزو او په دودیزو ترانسپورتي لارو کې د خنډونو له امله بدلې شوې دي.
د راپور له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی او میلیونونه خلک د اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له اندونیزیا څخه د افغان زدهکوونکو لپاره د سلګونو ټنو خوراکي توکو یوه جوپه لومړی د سمندر له لارې پاکستان ته ولېږدول شوه، خو د سرحدونو د تړل کېدو له امله یې لاره بدله شوه.
وروسته دغه مرستې د دوبۍ له لارې د منځني ختیځ، قفقاز او منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تېرې شوې، چې د اصلي مسیر پرتله یې نژدې ۸ زره کیلومتره واټن زیات کړ.
مرستندوی کاروانونه د اوو سرحدي دروازو په اوږدو کې له امنیتي پلټنو، ګمرکي پروسو او اوږدو ځنډونو سره مخامخ شول، تر دې چې کابل ته ورسېدل او بیا د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ووېشل شول.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ډېرو ماشومانو لپاره هغه مغذي بسکټونه چې د ښوونیزو تغذوي پروګرامونو له لارې ورکول کېږي، کله ناکله د ورځې یوازینی خوراک وي.
بشري ادارو هم د ماشومانو او امیندوارو ښځو په منځ کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره دوامدار نړیوال ملاتړ خورا مهم دی.