تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) یوه خصوصي شرکت په کابل ښار کې د یوازیني شرکت په توګه د انلاین ښاري ټکسي خدمات پیل کړي دي.
د شرکت مسوولان وايي، د دې نوښت موخه د ښاري ترانسپورت اسانتیا، د خدماتو د کیفیت لوړول او د ښاریانو لپاره د خوندي او عصري ترانسپورتي نظام رامنځته کول دي.
د دوی په وینا، شرکت غواړي په افغانستان کې د انلاین ترانسپورټي خدماتو بنسټ کېږدي او د ټکنالوژۍ له لارې موټرو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې له ډېرو کلونو راهیسې د انلاین ټکسي خدمات فعال دي او ډېری خلک یې له دې کبله هوسا کړي چې هر ځای ټکسي وربللی شي.
ښايي په کابل کې لا هم د دقیقو ادرسونو د نشتوالي له کبله په دې برخه کې ستونزې وي.
د انلاین ټکسي شرکت مشر، علي عليزاده، وویل: «پیرودونکو ته د چټکو، خوندي او باکیفیته خدماتو وړاندې کول، ځوانانو او موټرچلوونکو ته د کاري فرصتونو برابرول، په مدیریت او خدمتونو کې د عصري ټکنالوژۍ کارول، د کرایو او خدماتو روڼتیا، او د موټرچلوونکو او مسافرو ترمنځ د درناوي، مسوولیت او حساب ورکونې فرهنګ پیاوړی کول زموږ له مهمو موخو څخه دي.»
له بلې خوا، د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت چارواکو د ترانسپورتي سکټور د عصري کولو او د ورته شرکتونو د ملاتړ خبره کړې ده. د وزارت د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب رئیس، حافظالله حلیمي، وویل چې دغه انلاین ټکسي شرکت فعالیت پیل کړی او وزارت هم پلان لري چې په ټکسیانو کې د GPS سیستمونه نصب کړي.
د شرکت مسوولانو ویلي چې په دې پروژه کې کابو ۲۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه شوې او تمه ده چې خدمات یې د کابل ښار ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
تر دې وړاندې هم په کابل کې یو بل انلاین ټکسي شرکت فعالیت درلود، خو وروسته یې خپل فعالیتونه ودرول.