Home+کله چې موږ د ډله‌ییز (مؤسساتي) کار اصول منو؛ بریا رامنځته کوو

کله چې موږ د ډله‌ییز (مؤسساتي) کار اصول منو؛ بریا رامنځته کوو

د لکچر شمېره: (۴۳)

وېناوال: محمد سیف العدیني

دا د ورکړل شوي علمي، اداري او تربيتي درس (محاضرې) متن دی چې د ګډ او او ډله ایز کار په هکله راڅرخي او خورا مهم تربیتی شکل لري:

د لکچر موخه:

د ډله‌ییز او مؤسساتي کار د دواړو ارکانو د اهمیت پېژندنه؛ او دا چې د کار بریا د الله تعالی د الهي قوانینو (سننو) په پوهه او د لاسته راوړنو له جوړولو وړاندې د باکفایته شخصیتونو په روزلو پورې تړلې ده. همدارنګه، د دې حقیقت روښانول چې عملي بېلګه او قدوه تر نظري خبرو خورا پیاوړې ده، په څنګ کې یې د همتونو لوړول، د نوښتګرۍ د روحې بېدارول، او د اختلافاتو اداره کول او په یو پیاوړي ځواک بدلول دي.

سریزه

د ټولنو، ډلو او بنسټونو د وروسته پاتې کېدو یو بنسټیز لامل د هغې ډله‌ییزې او مشترکې روحیې نشتوالی دی چې مؤسساتي کار پرې ولاړ وي. همدا لامل دی چې زموږ ډېری دعوتي، ټولنیز، ښوونیز، سیاسي او نور ډله‌ییز کارونه له شته نېکو نیتونو او بشري امکاناتو سره سره، له داسې ننګونو سره مخ کېږي چې د کمزورۍ، خنډونو او شخړو لامل ګرځي.

اصلي خبره دا ده چې ډله‌ییز کار (که د هر ډګر وي) یوازې پر اخلاص او جذبې نه پیاوړی کېږي، بلکې یو روښانه میتودولوژي (منهج)، بېداره لیدلوری (رؤية)، څرګند رسالت، لوړ مهارتونه او یو داسې راشد او پوه مشرتابه غواړي چې د یو منظم مؤسساتي سیستم له مخې کار وکړي.

که څوک د قرآن کریم او نبوي سنتو مطالعه وکړي، نو ورته څرګنده به شي چې اسلام د مؤسساتي او ډله‌ییز کار د جوړښت، تنظیم او پرمختګ لپاره خورا عالي او جامع اصول ایښي دي، ترڅو د اصلاح او ابادۍ مقاصد ترلاسه شي او کارکونکي له شخړو او ناکامیو څخه وساتل شي.

افراد که هر څومره د نظرونو، اجتهادونو او فکري شالیدونو له مخې توپیر ولري، باید پر یوې ګډې مرجع او سرچینې راټول شي چې د هغوی پرېکړې او چارې تنظیم کړي، او باید لویې ګډې موخې (مشترکات) پر جزئي، اختلافي مسایلو او شخصي ګټو باندې لومړیتوب ولري. په دې لکچر کې زه پر لاندې محورونو خبرې کوم:

  1. د ډله‌ییز کار دوه بنسټیز ارکان: د مرجعیت یووالی او د لویو مشترکاتو لومړیتوب.
  2. د ډله‌ییز کار بریا د ټولنې په جوړښت کې د الله د شپږو الهي قوانینو (سننو) په پوهېدو پورې تړلې ده.
  3. د لاسته راوړنو له جوړولو وړاندې د وړتیاوو (کفایتونو) روزنه، او د عملي بېلګې (قدوې) اغېز.
  4. د همتونو لوړول، د نوښتګرۍ د روحیې بېدارول، او د اختلافاتو اداره کول او په ځواک بدلول.

لومړی محور: د ډله‌ییز کار دوه ارکان: د مرجعیت یووالی او د لویو مشترکاتو لومړیتوب

لومړی رکن: د مرجعیت یووالی (توحيد المرجعية)

دا چې د یوې مؤسسې او تنظیم لپاره یو داسې متفق علیه قانون او تګلاره شتون ولري چې د اختلاف پر مهال ورته رجوع وشي؛ ترڅو هر فرد په خپله ځان ته مرجع جوړ نشي او د شخصي غوښتنو او اجتهادونو له مخې کار ونه کړي. پدې توګه په اسلامي بنسټونو کې تر ټولو لوړ مرجعیت د الله کتاب او د رسول الله صلی الله علیه والسلم سنت دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

  • ﴿فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ﴾ [النساء: ۵۹] (که تاسو په کومه چاره کې شخړه وکړه، نو هغه الله او رسول ته راجع کړئ).
  • ﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا﴾ [آل عمران: ۱۰۳] (او تاسو ټول د الله په رسۍ کلک ونيسئ او مه وېشل کېږئ).

د مرجعیت د یووالي موخې:

  1. د ګډوډۍ او د پرېکړو د ټکر مخنیوی.
  2. د کورنیو شخړو او جنجالونو کمول.
  3. د واضحه موخو په لور د هڅو سمول او سوق کول.
  4. د کارکونکو ترمنځ د همغږۍ او باور رامنځته کول.
  5. د مؤسسې د دایمي والي تضمین (چې په اشخاصو پورې تړلې پاتې نشي).

دویم رکن: د لویو مشترکاتو (ګډو اصولو) مخکې کول

لوی مشترکات هغه اصول او اهداف دي چې ټول کارکونکي پرې متفق دي، لکه:

  1. د مؤسسې د رسالت او هدف پلي کول.
  2. د ټولنې خدمت کول.
  3. د صفونو د یووالي ساتل.
  4. د خیر او اصلاح خپرول.
  5. د عدالت او د کار د پوره مهارت (اتقان) رامنځته کول.

مګر جزئي، اختلافي او اجتهادي مسایل باید په داسې جګړو بدل نشي چې هڅې ضایع او صفونه تیت او پرک کړي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾ [الأنفال: ۴۶] (او په خپل منځ کې شخړې مه کوئ، ګنې بې‌همته به شئ او ځواک (رعب) به مو له منځه ولاړ شي). او نبي کریم صلی الله علیه والسلم فرمایلي دي: «المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضًا» [متفق عليه] (مؤمن د بل مؤمن لپاره د داسې ودانۍ غوندې دی چې یوه برخه یې بله برخه کلکوي).

درېیم: د مرجعیت د یووالي او د مشترکاتو د لومړیتوب ترمنځ اړیکه

  • د مرجعیت یووالی لامل کېږي د: د لیدلوري یووالي، د پرېکړې یووالي او د اختلاف کموالي ته.
  • د مشترکاتو لومړیتوب لامل کېږي د: د هڅو یووالي، د همکارۍ زیاتوالي او له انقسام او وېش څخه د مؤسسې خوندیتوب ته.

له همدې امله، ډېری بنسټونه او تنظیمونه د امکاناتو د کمښت له امله نه ناکامېږي، بلکې د مرجعیتونو د ډېروالي او د لویو اهدافو پر وړاندې د جزئي اختلافاتو د مخکې کولو له امله ماتې خوري.

خلاصه: د مرجعیت یووالی د پرېکړو یووالی ساتي، او د مشترکاتو مخکې کول د صفونو یووالی تضمینوي. پکار ده چې د یوې ډلې غړي د دین پر قطعي اصولو، مقاصدو او د احکامو پر درجو پوه وي؛ ترڅو د هغو ثوابتو (ثابتو اصولو) چې اختلاف پکې ناروا دی، او د هغو اجتهادي مسایلو ترمنځ چې تنوع پکې روا ده، توپیر وکړای شي. هرڅومره چې د مشترکاتو دایره پراخه شي، د شخړو دایره تنګېږي.

دویم محور: د ډله‌ییز کار بریا د ټولنې په جوړښت کې د الله د شپږو الهي قوانینو (سننو) په پوهېدو پورې تړلې ده

ډله‌ییز کار پر خیالي هیلو نه، بلکې د هغو الهي قوانینو (سننو) پر پوهه ولاړ وي چې د انسانانو او ټولنو حرکت اداره کوي. شپږ بنسټیز قوانین چې مشران او افراد یې باید درک کړي، پدې توګه دي:

  1. د اسبابو د غوره کولو الهی قانون (سنة الأخذ بالأسباب): د الله تعالی د دغه فرمايښت له مخې: ﴿إِنَّا مَكَّنَّا لَهُۥ فِى ٱلۡأَرۡضِ وَءَاتَيۡنَـٰهُ مِن كُلِّ شَىۡءࣲ سَبَبࣰا فَأَتْبَعَ سَبَبًا﴾ [الكهف: ۸۴-۸۵]. هېڅ بریا او ناکامي پرته له اسبابو او لاملونو منځته نه راځي.
  2. د نسل او تداوم قانون (سنة التوالد والامتداد): د الله تعالی د دغه فرمايښت له مخې: ﴿أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلࣰا كَلِمَةࣰ طَيِّبَةࣰ كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصۡلُهَا ثَابِتٌ وَفَرۡعُهَا فِى ٱلسَّمَاۤءِ تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا﴾ [إبراهيم: ۲۴-۲۵].
  3. د تنوع او بېلابېلوالي قانون (سنة التنوع): قال الله: ﴿وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا﴾ [الحجرات: ۱۳]. وقال: ﴿وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمۡ خَلَـٰۤىِٕفَ ٱلۡأَرۡضِ وَرَفَعَ بَعۡضَكُمۡ فَوۡقَ بَعۡضࣲ دَرَجَـٰتٍ لِّيَبۡلُوَكُمۡ فِى مَاۤ ءَاتَىٰكُمۡۗ﴾ [الأنعام: ۱۶۵]. تنوع که سم لوري ته برابره شي، د ځواک او بشپړتیا سرچینه ده.
  4. د تدافع او مقابلې قانون (سنة التدافع): ﴿وَلَوۡلَا دَفۡعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعۡضَهُم بِبَعۡضٍ لَّفَسَدَتِ ٱلۡأَرۡضُ﴾ [البقرة: ۲۵۱]. حق او باطل ترمنځ مبارزه د ژوند طبعیت دی؛ نه دایمي بریا شته او نه دایمي ماتې، بلکې دا د ازمېښت پړاوونه دي.
  5. د ورځو د څرخېدو قانون (سنة التداول): ﴿وَتِلۡكَ ٱلۡأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيۡنَ ٱلنَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۴۰].
  6. د بدلون الهي قانون (سنة التغيير): ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ [الرعد: ۱۱]. بدلون په واقعیت کې له څرګندېدو وړاندې له دننه (نفس) څخه پیل کېږي.

د دغو سننو درک کول کارکونکو ته یو متوازن او واقعبینانه لیدلوری ورکوي؛ ترڅو په مصیبتونو کې ناهیلي نشي او په بریاوو کې هم ونه غولېږي.

درېیم محور: د لاسته راوړنو له جوړولو وړاندې د وړتیاوو (کفایتونو) روزنه، او د عملي بېلګې (قدوې) اغېز

لومړی: د لاسته راوړنو له جوړولو وړاندې د وړتیاوو روزنه

ستر کارونه په شعارونو نه، بلکې د هغو مشرانو لخوا کېږي چې له علمي، مهارتي او اخلاقي پلوه روزل شوي وي. له همدې امله، افراد او مشران په لاندې لسو مهاروتونو کې پرله پسې روزنې ته اړتیا لري:

  1. د چارو پایلو او عواقبو ته د پام کولو مهارت.
  2. د فکر، پلان جوړونې او د چارو د ارزونې مهارت.
  3. د ډیالوګ او اړیکو نیولو مهارت.
  4. د غړي او مشر په توګه د شورا او مشورې کولو مهارت.
  5. د تنقیدي تفکر او سمو پوښتنو د مطرح کولو مهارت.
  6. د ځان‌کره‌کتنې (نقد ذاتي) او مراجعې مهارت.
  7. د ویناوالۍ او اغېز ښندلو مهارت.
  8. د وخت د مدیریت مهارت.
  9. د توازن، منځلاريتوب او د احساساتو د کنټرول مهارت.
  10. د انسان په جوړښت کې پانګونه، په اصل کې د ټولې پروژې په بریا کې پانګونه ده.

دویم: کټ مټ عملي بېلګه (قدوه) مشرتابه تغيیر راولي

د مؤسساتي کار یو له تر ټولو خطره ډک غبرګون دا دی چې مشرتابه په یو داسې اداري واک بدله شي چې له میدانه او خلکو جلا وي. یو بریالی مشر هغه دی چې د کارکونکو په غم او ښادي کې شریک وي، ننګونې ورسره تېروي او مسؤلیت ورسره اخلي. نبي کریم صلی الله علیه والسلم دا نمونه په خپل ژوند کې پلې کړه؛ هغه له خپلو اصحابو سره په هجرت، د غزاګانو په ډګر، د جومات په جوړولو او د خندق په کیندلو کې شریک و. الله فرمایي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ﴾ [الأحزاب: ۲۱]. عملي بېلګه تر زرګونو نظري لارښوونو زیات اغېز لري.

څلورم محور: د همتونو لوړول، د نوښتګرۍ د روحیې بېدارول، او د اختلافاتو اداره کول او په ځواک بدلول

لومړی: د همتونو لوړول او د نوښتګرۍ د روحیې بېدارول

د افرادو وړتیاوې ډېری وخت د مشرانو لخوا د هڅونې او مادي او معنوي ستاینې د نشتوالي له امله مړاوې کېږي. د یو بریالي مشر دندې دا دي:

  1. د هیلې او خوشبینۍ روحیه خپرول.
  2. د نویو نوښتونو هڅول.
  3. د لاسته راوړنو ستاینه او تکریم.
  4. د موخو په ټاکلو کې د افرادو ګډون.
  5. د کار د رسالت او مقاصدو وریادول.

الله تعالی فرمایي: ﴿فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ﴾ [البقرة: ۱۴۸] (نو په نېکیو کې پر یو بل د مخکې کېدو هڅه وکړئ). او رسول الله صلی الله علیه والسلم فرمایلي: «بشِّروا ولا تنفِّروا، ويسِّروا ولا تعسِّروا» [متفق عليه] (زېري ورکوئ او خلک مه تښتوه، او اسانتیاوې رامنځته کوئ او سختي مه کوئ). ستر کارونه ډېری وخت له یوې کوچنۍ مفکورې پیل کېږي او د ستاینې او پالنې په سیوري کې لویېږي.

دویم: د اختلافاتو اداره کول او په ځواک بدلول

اختلاف یو بشري طبعیت دی چې له منځه وړل یې ناممکن دي، مګر اداره کول یې ممکن دي. بریالۍ ډلې د اختلاف په نشتوالي نه، بلکې پدې کچ کېږي چې څنګه د هغې د شخړې او انقسام مخنیوی کوي. الله تعالی فرمایي: ﴿فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ﴾ [الأنفال: ۱] (نو له الله څخه ووېرېږئ او په خپل منځ کې اصلاح او سوله وکړئ). که چېرې اختلاف د شورا، عدالت او ورورولۍ له مخې کنټرول شي، دا د فکري بډاینې او د کار د بشپړتیا لامل ګرځي، نه د شیندلو او زوال.

خلاصه او پایله

د ډله‌ییز کار بریا ناڅاپي او د موقتي جذباتو ثمره نه ده، بلکې دا د سم تګلاري، د الهي قوانینو د درک، د کادرونو د روزنې، د عملي بېلګې لرونکي مشرتابه او د اختلافاتو د سمې ادارې پایله ده. هرڅومره چې زموږ ټیمونه دغو قرآني او نبوي اصولو ته نږدې شي، د هغوی تاثیر او دوام زیاتېږي.

الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ﴾ [الصف: ۴] (بې شکه الله هغه کسان خوښوي چې د هغه په لاره کې د داسې صف په بڼه جهاد کوي لکه کلکه نښتل شوې ودانۍ). دا “کلکه ودانۍ” (بنیان مرصوص) یوازې یو نظامي تصویر نه دی، بلکې په هر ډله‌ییز کار کې یو لوی تمدني اصل دی.

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...