Homeخبرونهټرمپ: ایران پوهېږي چې د امریکا برید حتمي دی؛ «اوس زموږ وار...

ټرمپ: ایران پوهېږي چې د امریکا برید حتمي دی؛ «اوس زموږ وار دی چې پرې ګوزار وکړو»

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران پوهېږي چې نژدې ده چې امریکا پرې سخت برید پیل کړي او اوس د واشنګټن وار دی چې پر تهران ګوزار وکړي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې، په اردن کې پر امریکايي اډې د ایران د تېرې شپې (دسې شنبې او چهارشنبې ترمنځ) توغندويي برید او د مصر د دمیاط په بندر کې پر یوې امریکايي تېل‌وړونکې بېړۍ وروستي برید ته په اشارې وویل، ایران ته به «ډېر سخت ګوزار» ورکړل شي.

هغه وویل: «اوس زموږ وار دی چې هغوی ووهو. ایران پوهېږي چې دا برید په حتمي دی او له موږ غواړي چې دا کار ونه کړو.»

ټرمپ زیاته کړه، د ایران له لوري د امریکايي هدفونو پر لور توغول شوي ټول توغندي شنډ او له کاره اچول شوي دي.

هغه همداراز وویل، د تېرې شپې برید د هغو کسانو له لوري شوی چې «اوس ورسره معامله کوو» نه دي، او زیاته یې کړه: «هغوی مخکې بخښنه هم غوښتې، خو بیا هم باید غوږنه یې لږ څه وپېچل شي.»

تر دې مخکې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ناڅاپي برید په موخه څو بالستیک توغندي توغولي وو، خو ټول یې مخه یې نیول شوې او شنډ شوي دي.

ټرمپ دا هم وویل چې د مصر د دمیاط په بندر کې د امریکا د ګازو پر یوې زېرمه‌کوونکې بېړۍ د بې‌پیلوټه الوتکې د لګېدو راپور هم ورکړل شوی، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل او یوازې یې وویل: «وضعیت به سم شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...