په هره ټولنه کې سوله د پرمختګ، ثبات او هوساینې بنسټ ګڼل کېږي، خو یوازې د سولې شتون د دوامدار ثبات ضمانت نه شي کېدای. د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره اړینه ده چې د هغې د ساتنې او پیاوړتیا ټول عوامل په پام کې ونیول شي.
که سوله له عدالت، انډول، قانون پالنې او متقابل باور سره مل نه وي، نو هر څومره چې پیاوړې هم ښکاره شي، بیا هم له بېلابېلو ننګونو سره د مخ کېدو احتمال به ولري.
د سولې د انډول موخه دا ده چې د ټولنې هر وګړی او هر قوم په نظام او حکومتي ادارو کې ځان خوندي،
درناوی شوی او د هېواد د ګډو ګټو شریک احساس کړي. خلک باید باور ولري چې قانون پر ټولو یو شان پلی کېږي، د حقونو او مسؤلیتونو په برخه کې تبعیض نه شته او د خدمت، پرمختګ او ونډې اخیستنې فرصتونه د ټولو لپاره په عادلانه ډول برابر دي.
کله چې وګړي ځان د نظام ریښتینی برخهوال وبولي او د خپلو حقونو، کرامت او ارزښتونو د خوندي کېدو ډاډ ولري، نو د سولې د ساتنې او د هېواد د پرمختګ لپاره هم په اخلاص او ژمنتیا هڅه کوي. خو که د تبعیض، بې عدالتۍ، انحصار او بې باورۍ احساس رامنځته شي، د ټولنې د یووالي بنسټونه کمزوري کېږي، واټنونه زیاتېږي او د سولې فضا له منځه ځي.
له همدې امله، بریالی نظام هغه دی چې د عدالت، برابرۍ، شفافیت او ګډ مسؤلیت فرهنګ پیاوړی کړي. د یوه هېواد ثبات هغه مهال ټینګېږي چې هېڅ وګړی ځان پردی، محروم او یا هم له پامه غورځول شوی ونه ګڼي. د خلکو ترمنځ د باور فضا، د نظام تر ټولو ستره پانګه ده.
که د چارو بنسټ یوازې پر دې ولاړ وي چې «میم زما، ټوله زما»، نو دا ډول انحصاري فکر نه یوازې د ملي یووالي پر وړاندې خنډ جوړوي، بلکې د نظام د کمزوري کېدو او د ټولنیز باور د له منځه تلو لامل هم ګرځي.انحصار، په هره بڼه چې وي، د بې باورۍ، نارضایتۍ او اختلاف تخم شیندي او د ګډ ژوند بنسټونه زیانمنوي.
له همدې کبله، د دوامدارې سولې راز په دې کې نغښتی دی چې نظام د ټولنې ټولو وګړو ته د عدالت، برابرۍ، مشارکت او متقابل درناوي زمینه برابره کړي. هغه سوله چې پر عدالت، انډول او ګډ مسؤلیت ولاړه وي، نه یوازې تلپاتې وي، بلکې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او ملي یووالي لپاره هم قوي او نه ماتېدونکی بنسټ جوړوي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۹ جولای ۲۰۲۶