Homeخبرونهپه پښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۷ پولیس او ۸ بریدګر...

په پښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۷ پولیس او ۸ بریدګر وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – په خیبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ایالت په هنګو ولسوالۍ کې د چهارشنبې شپې ناوخته (تېره شپه) پر یوې امنیتي پوستې په برید کې لږ تر لږه ۷ پولیس او ۸ تنه هغه کسان وژل شوي چې چارواکو  «ترهګر» بللي دي. په برید کې ۲۲ نور پولیس هم ټپیان شوي دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د هنګو د پولیسو مشر طارق حبیب ویلي چې له برید وروسته په سیمه کې د پلټنې او تصفیې عملیات پیل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

دا برید یوازې څو ورځې وروسته له هغه شوی چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په یوه بله امنیتي پوسته هم ورته برید وشو.

په هغه برید کې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ او پولیسو د یوې ګډې امنیتي پوستې له ودانۍ سره وجنګاوه، چې له امله یې د پوځ، پولیسو او نورو حکومتي ځواکونو په ګډون، ۱۵ تنه ووژل شول. د پاکستان پوځ ویلي و چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ بریدګر هم وژلي دي.

خیبر پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د بریدونو له زیاتوالي سره مخ ده. او ویل کېږي چې د دې ایالت ګڼې سیمې اوس د ټي ټي پی تر کنټرول لاندې دي.

پاکستان تل ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا په افغانستان کې مېشت وسله‌وال دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

د دغو تورونو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او څو ځله وسله‌والې نښتې هم شوې دي. پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر ختیځو سیمو هوايي بریدونه هم کړي، چې ادعا کوي د وسله‌والو پر پټنځایونو ترسره شوي دي.

خو د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو ویلي، د جون میاشتې په وروستیو کې د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي وو.

ملګروملتو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې لږترلږه ۵۰۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

م.م: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې نژدې ۵۰۰ ملکي افغانان وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...