Homeخبرونهم.م: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې نژدې ۵۰۰ ملکي افغانان...

م.م: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې نژدې ۵۰۰ ملکي افغانان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۷ مه) ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۱,۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې د سولې لپاره نړیوالې هڅې شوې، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې دوام کړی او ګڼ ملکي تلفات یې اړولي دي.

راپور زیاتوي، په یوه پېښه کې هغه ملکي کسان چې د لومړۍ هوايي حملې له امله د نړېدلو ودانیو له کنډوالو د خلکو د ژغورلو هڅه یې کوله، دوهمه هوايي حمله پرې وشوه. په کابل کې د معتادانو په درملیز مرکر د پاکستان په هوايي برید کې د طالبانو په وینا تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول. خو ملګري ملتونه د څه باندې ۲۰۰ تنو وژل کېدا تاییدوي او وايي چې د ګڼو نورو مړي نه دي موندل شوي.

په کابل کې خونړی هوايي برید

د راپور له مخې، د جګړو تر ټولو خونړۍ پېښه د مارچ په میاشت کې وه، کله چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې د نشه‌یي توکو د درملنې یو مرکز په نښه کړ او سلګونه ملکي وګړي یې ووژل.

د بشري حقونو سازمان امنېسټي انټرنېشنل ویلي، دا برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

پاکستان د خپلو ملکي تلفاتو شمېر نه دی خپور کړی، او یوناما هم ویلي چې د دوی ماموریت یوازې د افغانستان دننه پېښې ثبتوي.

پاکستان: یوازې د ترهګرو مرکزونه مو په نښه کړي

د یوناما د راپور په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو حکومت لا هم د بېلابېلو وسله‌والو ډلو لپاره زمینه برابروي.

پاکستان ادعا کړې چې د دوی هوايي بریدونه یوازې د هغو وسله‌والو پر پټنځایونو او اډو ترسره شوي چې په پاکستان کې د بریدونو مسوولیت لري، او ملکي وګړي یې نه دي په نښه کړي.

پاکستان: طالبان وسله‌وال پټوي

پاکستان افغانستان تورنوي چې د هغو وسله‌والو ډلو لپاره، په تېره بیا د ټي ټي پي لپاره خوندي پټنځایونه برابروي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. کابل دا تورونه ردوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په فبرورۍ کې هغه مهال نور هم زیات شو، کله چې افغان ځواکونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پاکستان دننه عملیات وکړل او اسلام‌اباد اعلان وکړ چې له افغانستان سره په “ښکاره جګړه” کې دی.

د پکتیا برید

د یوناما د معلوماتو له مخې، د جون په ۲۸مه د پکتیا ولایت په یوه استوګنه ودانۍ د دوو پرله‌پسې هوايي بریدونو له امله ۲۲ کسان ووژل شول چې پنځه یې ماشومان وو، او لږ تر لږه ۱۸۵ نور ټپیان شول.

راپور وايي، ډېری مرګ‌ژوبله په دوهم برید کې رامنځته شوه، کله چې سیمه‌ییز خلکو د لومړي برید د قربانیانو د ژغورلو هڅه کوله.

د یوناما د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ویلي، نړیوال بشري قانون د ژغورنې ډلو، روغتیايي کارکوونکو او لومړنيو مرستندویانو ته ځانګړې ساتنه ورکوي او د دوی په نښه کول په کلکه منع دي.

د ښځو پر حقونو محدودیتونه

یوناما په خپل راپور کې د افغان ښځو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپور وايي، طالبان لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېږدي، پر ښځو یې د کار سخت بندیزونه لګولي، د بشپړ حجاب اغوستل یې لازمي کړي او ښځې باید له کوره د وتلو پر مهال له یوه نارینه خپلوان سره وي.

په راپور کې راغلي چې د جون په میاشت کې په هرات ښار کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب د اصولو د سرغړونې په تور ونیول شوې. د دغو نیونو پر ضد د نادره اعتراض پر مهال امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او څو نور ټپیان شول.

یوناما ویلي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي مرکزونو او دوکانونو ته سپارښتنه کړې چې هغه ښځې دننه پرې نه ږدي چې له نارینه محرم پرته ورغلې وي.

راپور دا هم وايي، د طالبانو د واده اړوند نوي مقررات په غیر مستقیم ډول د کم عمره نجونو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي، ځکه د کوچنیانو لپاره د نکاح د تړون اجازه پکې شته.

م.م: په بدخشان کې د اسماعیلیه ټولنې ۳۳ د عبادت ځایونه تړل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...