تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د بدخشان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د اسماعیلیه ټولنې لږ تر لږه ۳۳ د عبادت ځایونه (جماعت خانې) تړل شوي، چې د مذهبي ازادۍ او د لږکیو د حقونو په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (UNAMA) په خپل تازه درېمیاشتني راپور کې ویلي، چې دا عبیادتځایونه د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ تړل شوي دي. د راپور له مخې، په زیباک ولسوالۍ کې ۱۷، په اشکاشم کې ۱۴ او په واخان ولسوالۍ کې ۲ جماعت خانې تړل شوې دي.
یوناما ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو، ځینې وخت د نورو دولتي ادارو له استازو سره یو ځای، د دغو عبادت ځایونو د تړلو امر کړی او د اسماعیلیه ټولنې له غړو یې غوښتي چې نور دې له دغو ځایونو څخه د عبادت لپاره استفاده نه کوي.
د راپور له مخې، چارواکو استدلال کړی چې په دغو ودانیو کې محرابونه موجود دي، نو باید د جوماتونو په توګه وکارول شي، نه د اسماعیلیه ټولنې د عبادت ځایونو په توګه. یوناما ویلي، دا اقدام په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د محدودیتونو او د دیني ازادۍ د محدودولو د پراخې لړۍ برخه ده.
په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرې ودانۍ وضعیت په جلا توګه ارزول شوی دی. وزارت ویلي، ځینې ودانۍ پخوا جوماتونه و، ځینې د استوګنې کورونه یا د نورو غیرمذهبي موخو لپاره کارېدلې، او د هرې ودانۍ په اړه جلا اداري پرېکړه شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحول وروسته، د افغانستان د مذهبي لږکیو وضعیت د نړیوالو بنسټونو تر جدي څار لاندې دی. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو څو ځله د اسماعیلیه او شیعه ټولنو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د دین او عقیدې ازادي تضمین کړي.
د یوناما په پخوانیو راپورونو کې دا ادعا هم شوې وه، چې د اسماعیلیه ټولنې ځینې غړي د حنفي مذهب منلو ته تر فشار لاندې راوستل شوي دي. طالبان بیا تل د مذهبي لږکیو پر وړاندې د تبعیض ادعاوې رد کړې، خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي، د عبادت ځایونو او مذهبي مراسمو پر وړاندې دوامدار محدودیتونه د لږکیو د حقونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.