Homeخبرونهبریتانیا سټیفن ډوټي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا د...

بریتانیا سټیفن ډوټي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مسوول وزیر وټاکه

تاند (سېشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) بریتانیا سټیفن ډوټي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مسوول وزیر ټاکلی او د هغه دندې یې پراخې کړې دي.

ډوټي ته دا دندې يه داسي حال کې سپارلش وي چې لندن غواړي له دغو ستراتیژیکو سیمو سره خپله ډیپلوماتیکه اړیکه له سره تنظیم کړي.

د ده په زیاتو شویو صلاحیتونو کې یو دا دی چې نور به د بندیزونو تګلاره او قونسلۍ چارې هم تر څارنې لاندې لري.

ډوټي، چې د جولای په ۲۱مه یې خپله نوې دنده پیل کړې، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ، شمالي افریقا، بندیزونو او قونسلۍ خدماتو اړوند پالیسۍ به رهبري کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې په بهر کې د بربتانیایي اتباعو ساتنه به یې د بریتانیا د بهرني سیاست د موخو ترڅنګ له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

ډوټي داسي مهال ګومارل شوی چې بریتانیا په سیمه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ ده، چې په کې د افغانستان بشري بحران، د منځني ختیځ بې‌ثباتي او په پاکستان او شمالي افریقا کې بدلیدونکی امنیتي وضعیت شامل دي.

افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بریتانیا د بهرني سیاست له مهمو موضوعاتو څخه پاتې شوی دی. لندن لا هم افغانستان ته بشري مرستې رسوي، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي، له زیانمنو افغانانو سره مرسته کوي او له نړیوالو شریکانو سره خپلې تګلارې همغږې ساتي. همدارنګه، بریتانیا د طالبانو پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو لګېدلي بندیزونه هم پر ځای ساتلي دي.

پاکستان هم د ترهګرۍ ضد مبارزې، کډوالۍ، سیمه‌ییز ثبات او د دواړو هېوادونو د اوږدمهالو اړیکو له امله د بریتانیا په سیمه‌ییزه ستراتیژۍ کې مهم ځای لري.

د خپلو نوو مسوولیتونو له مخې، ډوټي به د بندیزونو، قونسلۍ چارو او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ په برخه کې د بریتانیا تګلاره هم رهبري کوي، په داسې حال کې چې سیمه لا هم له جګړو، بشري بحرانونو او جیوپولیټیکي کړکېچونو سره مخ ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا وزارت (FCDO) د معلوماتو له مخې، سټیفن ډوټي تر دې وړاندې د اروپا، شمالي امریکا او سمندر پورې غاړو سیمو د چارو وزیر و. نوموړي له حکومت سره تر یوځای کېدو مخکې د ورلډ ویژن او اکسفام په څېر نړیوالو بشري او پراختیایي بنسټونو کې کار کړی او وروسته د کارګر ګوند د بهرنیو چارو او نړیوالې پراختیا سیوری وزیر هم پاتې شوی، چې له همدې امله په ډیپلوماسۍ، بشري مرستو او نړیوالې پراختیا کې پراخه تجربه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...