Homeخبرونهمتقي د "یو اېن ډي پي" له نوي استازي سره د پراختیایي...

متقي د “یو اېن ډي پي” له نوي استازي سره د پراختیایي همکاریو پر دوام خبرې وکړې

تاند ( سه شنبه د زمري ـ اسد ۶مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي، تورهان صالح سره وکتل.

په دغه کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.

متقي د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیايي او زېربنايي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ، او د UNDP استازي ډاډ ورکړ چې د افغانانو د اړتیاو پر بنسټ به د انکشافي پروژو او ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

کارپوهان وایي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNDP نوي استازي ترمنځ لیدنه د افغانستان د پراختیايي اړتیاوو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

دوی زیاتوي، دا چې د بشري مرستو ترڅنګ پر زېربنايي او انکشافي پروژو هم ټینګار شوی، کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

کارپوهان وایي، که دا ژمنې په عملي اقداماتو بدلې شي، د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره به ارزښتناکه پایلې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...