Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جیوپولیټیک بدلونونو په منځ کې د چابهار بندر؛ د افغانستان او...

د جیوپولیټیک بدلونونو په منځ کې د چابهار بندر؛ د افغانستان او هند لپاره فرصتونه او ننګونې

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ پوځي نښتې او د سیمې زیاتېدونکی کړکېچ د ایران د چابهار بندر راتلونکی له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی. دا بندر چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، هند او ایران په ګډه د یوه سترې سیمه‌ییزې نښلونکې پروژې په توګه پیل شو، موخه یې دا وه چې افغانستان او هند له پاکستان پرته د سوداګرۍ او ترانزیت بدیله لار ومومي او د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

میوند صافي چې په ابزرور ریسرج فونډېشن (ORF) کې خپره شوې، ویلي، که څه هم چابهار د افغانستان او هند لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، خو د دې پروژې راتلونکی تر ډېره په هغو جیوپولیټیک بدلونونو پورې تړلی دی چې نه کابل او نه هم نوی ډیلي پرې بشپړ کنټرول لري.

د افغانستان لپاره د چابهار ارزښت

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ او د سرحدونو د تړل کېدو له امله، افغانستان چابهار ته لا زیاته مخه کړه. افغانستان چې سمندر ته لار نه لري، له کلونو راهیسې د پاکستان پر بندرونو متکي و، خو د دواړو هېوادونو سیاسي اختلافونو د افغان سوداګرۍ پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

چابهار افغانستان ته دا زمینه برابروي چې د ایران له لارې هند او نړیوالو بازارونو ته لار ومومي او پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي. د طالبانو حکومت هم څو ځله اعلان کړی چې غواړي د چابهار له لارې سوداګري پراخه کړي او د بندر په پراختیا کې نژدې ۳۵ میلیون ډالره پانګونه وکړي. همداراز یې له هند غوښتي چې په دې پروژه کې خپلې پانګونې ته دوام ورکړي.

اقتصادي اړخ یې هم مهم دی. د چابهار له لارې افغانستان د ګمرکي او ترانزیتي عوایدو د زیاتېدو هیله لري. د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د چابهار له لارې افغانستان د څه باندې ۲.۵ میلیارد ډالرو واردات کړي او د ۱۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت یې صادرات کړي، چې د دې بندر مخ پر زیاتېدونکی اهمیت څرګندوي.

چابهار د طالبانو لپاره سیاسي ارزښت هم لري. د نړیوال رسمیت د نشتوالي له امله، طالبان هڅه کوي د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال له لارې خپلې اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره پیاوړې کړي او افغانستان د سیمې د ترانزیتي دهلېز په توګه مطرح کړي.

د هند لپاره د چابهار اهمیت

د هند لپاره چابهار یوازې یو بندر نه، بلکې د ستراتیژیکې اړیکې یوه مهمه وسیله ده. دا بندر هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې پرته افغانستان، منځنۍ اسیا او د اوراسیا نورو سیمو ته لاسرسی ومومي.

هند د دې بندر له لارې غواړي خپله سیمه‌ییزه ونډه پراخه کړي، د پاکستان جغرافیایي محدودیتونه له منځه یوسي او د نړیوال شمال ـ جنوب ترانسپورتي دهلېز (INSTC) له پروژې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

چابهار د هند د انرژۍ لپاره هم مهم ګڼل کېږي، ځکه هند د خپلې ودې لپاره د تیلو او ګازو وارداتو ته اړتیا لري او ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د انرژۍ او طبیعي سرچینو مهمې زیرمې لري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې هند په افغانستان کې نژدې ۳ میلیارد ډالره پانګونه کړې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هم د بشري مرستو او سوداګریزو اړیکو د جاري ساتلو لپاره چابهار د خپلې مهمې لارې په توګه کارولی دی.

سترې ستونزې او راتلونکې ننګونې

راپور ټینګار کوي چې د چابهار راتلونکی له ګڼو جیوپولیټیک، اقتصادي او زېربنایي ستونزو سره مخامخ دی.

د امریکا او ایران وروستۍ پوځي نښتې، د ایران پر ضد بندیزونه او د سوداګرۍ محدودیتونه د دې پروژې پر عملي کېدو منفي اغېز لري. امریکا په ۲۰۲۶ کال کې اعلان وکړ چې پر هغو هیوادونو به ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه کوي. دا پرېکړه د هند لپاره د چابهار د کارولو شرایط لا پېچلي کوي.

هند مخکې د امریکا له لوري د چابهار لپاره موقتي معافیتونه ترلاسه کړي وو، خو وروستی شپږ میاشتنی معافیت د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې پای ته ورسېد او د نوي معافیت په اړه لا روښانه پرېکړه نه ده شوې.

د ایران شاوخوا امنیتي وضعیت او د هرمز تنګي د تګ راتګ ستونزې هم د بار وړونکو بېړیو لګښتونه لوړوي او د پانګوالو باور کموي.

همداراز، هند د روان مالي کال لپاره د چابهار د پراختیا بودجه صفر کړې ده. که څه هم دا د پروژې پرېښودل نه ګڼل کېږي، خو د هند د احتیاطي چلند څرګندونه کوي.

له بلې خوا، د افغانستان کورنۍ ستونزې هم له چابهاره بشپړه استفاده محدودوي. د طالبانو حکومت نړیوال رسمیت نه لري، د هېواد د رېلګاډي او سړکونو شبکه لا هم کمزورې ده او د لېږد رالېږد لګښتونه لوړ دي، چې له خپل بشپړ اقتصادي ظرفیت څخه د بندر د استفادې مخه نیسي.

پایله

راپور دې نتیجې ته رسېږي چې چابهار لا هم د افغانستان او هند لپاره یوه مهمه ستراتیژیکه پروژه ده، خو راتلونکی یې د سیمې په امنیتي او سیاسي تحولاتو، د امریکا او ایران په اړیکو، د بندیزونو په وضعیت او د هند په دوامدارې ژمنتیا پورې تړلی دی.

لیکوال په پای کې وايي، طالبان هڅه کوي چې چابهار د افغانستان د سیمه‌ییز اتصال اصلي دهلېز وګرځوي، خو هند د روانو جیوپولیټیکي بې‌ثباتیو له امله د «انتظار او ارزونې» تګلاره غوره کړې ده. د افغانستان او هند ترمنځ د چابهار له لارې د سوداګرۍ او نښلونې راتلونکی به تر ډېره د سیمې د سیاسي وضعیت او د نړیوالو محدودیتونو د بدلون له څرنګوالي سره تړلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...