Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې میلیونونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی...

ملګري ملتونه: افغانستان کې میلیونونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

تاند (دوشنبه د اسد/زمري ۶مه) د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه خلک د پاکو او خوندي څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه بنسټ نن (سه‌شنبه، د اسد ۶مه/د جولای ۲۸مه) په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي چې اوبه د ژوند بنسټ دی، خو د افغانستان اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یاد بنسټ په وینا، هوښیار ښاري پلان جوړونه او د اوبو اغېزناک مدیریت کولی شي د اوبو د سرچینو په ساتنه، د عامې روغتیا د وضعیت په ښه کولو او د سالمو ټولنو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

دغه بنسټ د افغانستان د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره د ګډو او همغږو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت له سختو اغېزو سره مخ دی.

افغانستان په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې وچکالۍ، د بارانونو کموالی او د اوبو د سرچینو د کمېدو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېره برخه وګړي د اوبو له سخت کمښت او وچکالۍ څخه اغېزمن شوي دي.

د څښاک پاکو اوبو نشتوالی یوازې د چاپېریال ستونزه نه ده، بلکې د عامې روغتیا، کرنې، اقتصاد او ټولنیز ثبات لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي.

که د اوبو د مدیریت، زېرمه کولو او ساتنې لپاره اغېزناک او اوږدمهاله اقدامات ونه شي، نو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د اوبو کمښت لا پسې پراخ او د خلکو د ژوند پر کیفیت به منفي اغېز وکړي.

کارپوهان وایي، د اوبو د بحران د حل لپاره د حکومت، نړیوالو بنسټونو او خلکو ګډې هڅې اړینې دي.

دوی زیاتوي چې، د اوبو د سرچینو ساتنه، د بندونو او زېرمو جوړول، د باراني اوبو راټولول او د اوبو له بې‌ځایه مصرف څخه مخنیوی هغه لارې دي چې کولی شي د افغانستان د راتلونکو کلونو د اوبو د بحران شدت راکم کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...