تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د طالبانو د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغیزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا وړاندیزونه تصویب کړل او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د زیربناوو په جوړولو، د بندر د کاري ساعتونو په غځولو او د لوژستیکي مرکز په جوړولو سره سوداګریزې اسانتیاوې زیاتې کړي.
د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیالۍ (معاونیت) په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوه. په غونډه کې د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت هغه وړاندیزونه وڅېړل شول چې د شیرخان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره وړاندې شوي وو.
د پرېکړې له مخې، د مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې په شیرخان بندر کې لازمې زیربناوې او موجودې اسانتیاوې پراخې کړي. همداراز به د تاجکستان له چارواکو سره په همغږۍ د بندر کاري ساعتونه وغځول شي، څو د باروړونکو موټرو تګ راتګ اسانه او زیات شي.
اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې چې په شیرخان بندر کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې کړي. ټاکل شوې دغه مرکز د ګمرکي چارو، ګودامونو، بارولو او کښته کولو خدمات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولګټو وزارت ته هم سپارښتنه شوې چې د افغانستان دننه د رېلګاډي اړینې زیربناوې جوړې کړي، څو د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د ایکو (ECO) د رېللارو دهلېز عملي شي.
په همدې غونډه کې پرېکړه وشوه چې یو شمېر دولتي شرکتونه به خپلې زړې وسپنې د ملي پراختیا شرکت (NDC) ته وسپاري، چې دغه شرکت یې په معیاري سیخګول (ریبار) واړوي او د دولت په لویو پراختیايي پروژو کې کار واخیستل شي.
اقتصادي کمېسیون د ملي سټنډرډ او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ ازمیښتي مېتودونه هم تصویب کړل. دغه معیارونه په کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو، برېښنا، کیمیاوي موادو، پلاستیکي تولیداتو، طبي تجهیزاتو او نورو برخو پورې تړاو لري.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د یو شمېر پخوانیو پرېکړو د پلي کېدو راپورونه هم وړاندې شول او اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې. د غونډې ټولې پرېکړې د وروستي منظورۍ لپاره د امارت د ستر مشر دفتر ته استول شوې دي.